د ډبلیو ایچ او عمومي رئیس افغانستان ته تللی

د "ډبلیو ایچ او " عمومي رئیس په تیرو څه باندې یوه لیسزه کې د دغې سازمان تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې افغانستان ته یې سفر کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس ډاکتر تیډروس اډهانوم غیبریوسوس افغانستان ته د یو دوه ورځیني سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ د ویروس له منځه وړلو او د روغتیا په سکټور کې پر پانګونې ټینګار کړی دی.

د "ډبلیو ایچ او " دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي تیډروس په افغانستان کې د ننګونو او ګواښونو سره سره د عامې روغتیا په برخه کې رامنځ ته شوي پرمختګونه ستایلي او د عامې روغتیا د وزارت له چارواکو څخه یې افغانانو ته د یو روغتیايي سیستم د جوړیدو په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې ډاکتر تیډروس ، افغانستان ته د دغه وزارت په بلنه د دغه هیواد د روغتیایي وضعیت د ازونې لپاره د شنبې په ورځ سفر کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، چې دا په تیرو اوږدو کلونو کې د روغتیا د نړیوال سازمان ترټولو لوړپوړی چارواکی دی، چې افغانستان ته په لومړي ځل تللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس سره په دې سفر کې د ختیځې مدیترانې د حوزې لپاره د "ډبلیو ایچ او" عمومي رئیس ډاکتر احمد المنظري هم ملګرتیا کوي.

ټاکل شوې، چې ډاکتر تیډروس اډهانوم غیبریوسوس، به د جمهور رئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم وګوري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، چې ډاکتر تیډروس د شنبې په ورځ (مرغومې ۱۵ مه) د عامې روغتیا د وزیر په ملګرتیا په کابل کې په یوه غونډه کې د مدغمو روغتیايي خدمتونو پروګرام هم پرانیست.

د مدغمو روغتیايي خدمتونو په دې پروګرام کې د اساسي روغتیايي خدمتونو مجموعه، د روغتونونو اساسي خدمتونو مجموعه، د غیر ساري او ساري ناروغیو کنټرول او د چاودنو له امله رامنځ ته شوو ټپونو درملنې پروګرام شامل دی.

په دې غونډه کې د "ډبلیو ایچ او" عمومي رئيس په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ پر ضد د افغان حکومت د روانو هڅو په اړه هم خبرې وکړې.

ډاکټر تیډروس وویل" په افغانستان کې د پولیو د ویروس له منځه وړلو لپاره د جدي هڅو سره سره، مونږ په دغه هیواد کې هغه بریالیتوب ته، چې غوښته مو نه یو رسیدلي. په افغانستان کې د پولیو له منځ وړلو په برخه کې د دغه هیواد پورې مربوط ګواښونه د درک وړ دي او مونږ د پاتې ګواښونو په له منځه وړلو کې د افغان حکومت هڅو ته د قدر په سترګه ګورو".

هغه په افغانستان کې د پولیو د ویروس له منځه وړلو په برخه کې د افغان حکومت سره ګډ کار دوام باندې هم ټینګار وکړ.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز وویل، چې د افغانستان په ۹۰فیصده ولسوالیو کې د پولیو ویروس له منځه تللی او یوازې د دغه هیواد په جنوبي او ځتیځو سیمو کې دا ستونزه لا پاتې ده.

ښاغلي فیروز وویل، چې په ۲۰۱۹ کال کې به دغو سیمو کې هم د اضطراري پلاونو پواسطه دغې ستونزې حل ته لاره ولټوي.

د " ډبلیو ایچ او" عمومي رئیس په داسې حال کې په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ پر ضد د هڅو پر چټکیدو ټینګار کړی، چې جمهور رئیس غني د شنبې په ورځ (مرغومې ۱۵ مه) په ارګ کې په یو غونډه کې د پولیو پر ضد د هڅو د ارزولو یوې غونډې مشري کړې ده.

په دې غونډه کې جمهور رئیس غني پر ولسي انسجام او په افغانستان کې د پولیو له منځه وړلو کمپاینونو په زیاتوالي، د کمپاینونو بڼې پر بدلون او ټول شموله کېدو باندې ټینګار کړی دی.

افغانستان، پاکستان او نایجریا د نړۍ په هغو دریو هیواد ونو کې شامل دي، چې لا هم په کې د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ ویروس د دغو هېوادونو د ماشومانو ژوند ګواښوي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تراوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پیښه نه ده ثبت شوې، خو په تېر ۲۰۱۸ مېلادي کال کې په دغه هېواد کې د پولیو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د دغو پېښو ۱۵ یې په درې جنوبي ولایتونو کندهار، هلمند او ارزګان کې ثبت شوې وې او پاتې شپږ نورې په کونړ، ننګرهار او نورستان کې ثبت شوي دي.