د پاکستان په لاهور کې حکومت د یکشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم۱۳) اعلان وکړ چې د ککړې او کردجنې فضا له کبله به لومړني ښوونځي تړي او ډېر کارکوونکي به له کورونو څخه کار کوي.
لاهور د یکشنبې په ورځ د ککړ چاپيریال له کبله په نړۍ کې تر ټولو ککړ او ګردجن ښار وګڼل شو.
د پنجاب وزیرې مریم اورنګزیب په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ماشومانو ابتدايي ښوونځي به تر یوې اونۍ پورې تړلي وي او میندې او پلرونه باید ماشومانو ته ماسکونه وتړي چې ناروغ نه شي.
هغې له ښاریانو څخه وغوښتل چې له کورونو څخه ونه وځي، خپلې دروازې او کړکۍ بندې وساتي او بې ضرورته سفر ونه کړي.
د موټرونو د لوګیو د مخنیوي لپاره، ۵۰ فیصده کارکونکو ته ویل شوي دي چې له کورونو څخه کار وکړي. حکومت د ریکشاو په تګ راتګ هم بندیز لګولی او په ځینو مشخصو سیمو کې یې د رغونې کارونه هم بند کړي دي.
نوموړې وویل که فابریکې او شرکتونه د حکومت لارښوونې له پامه وغورځوي، وبه تړل شي.
مریم اورنګزیب دا حالت «د توقع خلاف» وګڼه او علت یې هغه بادونه وښودل چې له هند څخه ګرد لاهور ته انتقالوي.
نوموړې زیاته کړه: «دا له هند څخه له خبرو کولو پرته بل ډول نه حل کېږي.» هغې وویل چې د لاهور حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې له هند سره په دې اړه خبرې پیل کړې دي.
په لاهور او ډهلي کې د ککړ چاپېریال له پلوه وضعیت یو ډول بلل کېږي چې په یخو او سړو میاشتو کې ګرد او غبار ځمکې راپورته کېږي.