ښځې په عامه ځایونو کې هم ځورول کېږي

موټر چلوونکې افغان مېرمنې

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو او ماشومانو د ځورونې د منع قانون پر تطبیق ټینګار کوي.

ددغه وزارت چارواکي وایي د دا ډول قوانینو له مخې به په افغانستان کې په دولتي ادارو کې د ښځو پر وړاندې ځورونې کمې شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ښځو ځورونه

ددې قانون له مخې هره دولتي اداره مکلفیت لري چې د ښځو او ماشومانو د ځورونې دمنع کولو یوه کمېټه جوړه کړي.

پردولتي دوایرو سر بیره، په افغانستان کې یوشمېر ښځې په عامه ځایونو کې هم ځورول کېږي.

د ښځو د وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردگ وايي ددې قانون د ْتطبیق له امله به د ښځو ځورونه کمه شی.