اندونیزیا کې د یوې ښځې مړی د مار په خېټه کې وموندل شو

دا ډول پیښې خورا نادره ګڼل کیږي، خو په وروستیو کلونو کې ډیر خلک مار خوړلي دي.

د اندونیزیا پولیسو د چهارشنبې په ورځ جولای درېیمه (چنګاښ ۱۳) وویل چې ددغه هېواد په مرکزي سولاویسی ولایت کې یوه ۳۶ کلنه ښځه مار ژوندۍ تېره کړې او مړی یې د دغه مار په خیټه کې موندل شوی دی.

دا په تیره یوه میاشت کې په اندونیزیا کې د مار په واسطه د انسان د خوړلو دوهمه پېښه ده.

په سولاویسی ولایت کې د سریاتي په نوم دا ښځه وروسته له هغه ورکه شوه چې د سه شنبې په سهار له کوره وتلې وه چې د خپل ناروغ ماشوم لپاره درمل وپیري.

د هغې میړه ۳۰ کلن اډیانسا د خپل کور په ۵۰۰ مترۍ کې پر سرک د هغې څپلۍ او جامې وموندلې.

د سیمه ییزو پولیسو مشر ادول، فرانس پرس ته وویل چې اډیانسا "له هغه لږ وروسته، د لارې څخه شاوخوا لس متره لیرې یو مار ولید چې لا هم ژوندی و."

د کلي مشر ایانګ وویل، اډیانسا د مار د پړسېدلې خیټې په لیدلو له شکمن کېدو وروسته د کلي له خلکو څخه مرسته وغوښته او د مار له وژلو وروسته یې د ښځې مړی د مار په معده کې وموند.

دا ډول پیښې خورا نادره ګڼل کیږي، خو په وروستیو کلونو کې ډیر خلک مار خوړلي دي.

تیره میاشت یوه ښځه د سولاویسی ولایت د جنوب په یو بل کلي کې د یو مار په خیټه کې مړه وموندل شوه.

په ۲۰۱۸ کې په سولاویسی کې د یوې ۵۴ کلنې ښځې مړی هم د یو اووه متره اوږد مار په خیټه کې موندل شوی و.

او له هغه یو کال وړاندې، په لویدیځ سولاویسی کې یو کروندګر له لادرکه کېدو وروسته، د هغه مړی په خپله کرونده کې د یو څلور متره اوږد مار په خیټه کې وموندل شو.