جولیان آسانژ د متحده ایالاتو حکومت سره د یوې موافقې له مخې خوشې کیږي

د ویکي لیکس باني، جولیان آسانژ د متحده ایالاتو عدلیې وزارت سره موافقه کړې چې پخپل جرم به اعتراف کوي او د څو کالونو زندان تیرولو وروسته به آزاد شي.

د محکمې په اسنادو کې چې دوشنبه جون ۲۴ ( چنګاښ څلورمه) ثبت شوي، راغلي چې ښاغلی آسانژ به د مارینا په ټاپو کې چې په آرام سمندر کې د متحده ایالاتو مشترک المنافع برخه ده، فدرالي محکمې ته حاضر شي چې د جاسوسۍ قانون له مخې پرې لګیدلي تور کې خپل ځان مجرم وبولي.

د عدلیې وزارت یو لیک پر اساس چې محکمې کې ثبت شوی، پکې راغلي چې د ویکي لیکس په بنسټګر دا تور دی چې د متحده ایالاتو د ملي دفاع محرم معلومات یې په غیر قانوني توګه تر لاسه کړي او خپاره کړیدي.

د حکومت سره د آسانژ دا جوړه باید چې د محکمې قاضي ومني او پدې سره به د دسیسې جوړولو یوه نړیواله جنایي قضیه چې د څو کالونو راپدیخوا روانه وه پای ته ورسیږي.

د مطبوعاتو ډیر شمیر مدافعین پدې اند دي چې جولیان آسانژ د یو خبریال په توګه د متحده ایالاتو د پوځ ناوړه کړنې بربنډې کړلې او له همدې کبله د هغه ستاینه کوي خو د امریکا پلټونکي بیا په وار وار ټینګار کړی چې د ښاغلي آسانژ کړنې د قانون خلاف وې، حساس معلومات یې تر لاسه کړي، بیا یې خپاره کړي او د متحده ایالاتو ملي امنیت یې په خطر کې اچولی.

ټاکل شوې چې جولیان آسانژ به د امریکا د حکومت سره تر موافقې وروسته اسټرالیا ته ستون شي. د ماریانا ټاپو کې محکمې ته حاضریدل د ښاغلي آسانژ په خوښې شوي ځکه هغه نه غوښتل چې متحده ایالاتو ته ولاړ شي او بله دا چې دا ټاپو اسټرالیا ته نږدې ده.

په امریکا کې د آسنانژ مدافع وکیل، باري پولاک تر اوسه پدې موضوع تبصره نده کړې.

د حکومت سره جوړه او پخپل جرم اعتراف کول پدې معنی چې جولیان آسانژ به اضافي وخت په زندان کې نه تیروي. هغه د څو کالونو راپدیخوا په لندن کې د ایکواډور په سفارت کې ژوند کاوه او وړاندې تر دې چې په بریتانیې کې بندي شي، د سویډن چارواکو یې د جنسي تیري یوې قضیې کې د لاس لرلو په خاطر د نیول کیدو غوښتنه کوله.

امریکایي څارنوالانو موافقه وکړله چې جولیان آسانژ به پنځه کاله بندي کیږي خو دا چې هغه همدومره وخت په بریتانیې کې په زندان کې چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و تیر کړي، پدې معنی چې نور به په زندان کې نه اچول کیږي.

آسنانژ پداسې حال کې په بریتانیې کې بندي و چې په محکمې کې یې امریکا ته د سپارل کیدو په خلاف مبارزه کوله.

د هغه مدافع وکیلانو استدلال کاوه چې په امریکایي محکمو کې به آسانژ ته د بیان آزادۍ هغومره خوندیتوب ورنکړل شي، لکه څومره آزادي چې د متحده ایالاتو یو تبع لري.

آسانژ په عراق او افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځ ناوړه کړنو په هکله محرم معلومات په ویکي لیکس کې خپاره کړل. پدې اسنادو کې په ۲۰۰۷ کال کې د یو هیلکوپتر برید هم و چې په بغداد کې یې د رویټرز خبري اژانس دوو خبریالانو په ګډون ۱۱ تنه وژلي و.

سره لدې چې د همدې کړنو له کبله ډیرو هغه ته د یو اتل په سترګه کتل خو دا چې په سویډن کې پرې د جنسي تور ولګول شو، د هغه شهرت یې هم زیانمن کړ خو آسانژ دا تورونه رد کړیدي.