دوو کاناډايي ډاکټرانو په یوې نوې څېړنې کې موندلې چې تر عادي خلک د طب ډاکټران ډېر ځانونه وژني. وايي په ډاکټرانو کې ځانوژنه تر عادي خلکو ۴۰سلنه زیاته ده.
د دغه تحقیق یوه څېړونکي ډاکټره سارا توک وايي چې له ډاکټرانو سره یې تر خبرو او مرکو وروسته وموندله چې هغوی ډېر ځورېږي او کړيږي.
مېرمن سارا او بل همکار یې ډاکټر جوي البوکورک په خپلې مقالې کې د ډاکټرانو د ځانوژنې پنځه علتونه ښودلي دي. وايي د ډاکټرانو لپاره ځانوژنه یو مسلکي او کاري خطر دی. دغو دوو ډاکټرانو ویلي دي چې په دې وروستیو کې خپګان او د ځانوژنې په اړه ډېر فکر کول د ډاکټرانو په منځ کې زیات شوي دي.
زهري درملو او موادو ته د ډاکټرانو اسانه لاسرسی د هغوی د ځانوژنې یو بل علت ښودل شوی دی. وايي عادي خلک ځانونه تر ډېره د ټوپک او تمانجو په ډزو وژني.
په څېړنې کې د ډاکټرانو د ځانوژنې یو بل علت د محصلۍ په دوران کې د ځانوژنې په اړه ډېر فکر کول ښودل شوي دي. د ۲۰۱۶م په یوې څېړنې کې موندل شوې چې د طب فاکولتې محصلان د نورو پوهنځیو د محصلانو په پرتله ډېر د ځانوژنې په اړه فکر او تصور کوي.
د امریکا د باسټن د روغتون ډاکټر دوګلاس ماتا چې د طب د ډاکټرانو پر ځانوژنې تحقیق کړی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ځانوژنې په اړه ډېر فکر کول، مرګ ته لار پرانیزي او چې دا فکر ډېر شي، بیا خطرناک پریوځي.
د طب سخت قوانین او مقررات د ډاکټرانو د ځانوژنې څلورم علت ښودل شوی. په څېړنې کې په برتانیا کې د یو تحقیق یادونه شوې چې ۸۰۰۰ ډاکټران په کې پوښتل شوي وو. په دغه تحقیقکې د هغو ډاکټرانو په منځ کې، چې د طب د قوانینو او مقرراتو په اړه یې ډېر شکایت نه کاوه، د ځانونې فیصده ۲.۵ وه خو دا فیصده بیا هغو ډاکټرانو په منځ کې چې له دې پلوه یې ډېر شکایت کاوه، ۱۳.۴ وه.
د ډاکټرانو د ځانوژنې پنځم علت په روانې او روحي رنځ د ډاکټرانو اخته کېدل ښودل شوي دي. وايي په رواني او روحي اخته ډاکټران ډېر کله د خپل کاري جواز د لغوه کېدو له ویرې، شرم، ډار او یا د کافي وخت د نلرلو له کبله، د دملنې او معالجې لپاره نورو ډاکټرانو ته نه ورځي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې هر کال په نړۍ کې ۸۰۰زره خلک ځانونه وژني او دا شمېره ورځ تر بلې زیاتیږي.