د چین څخه وتل؛ ولې چینایان خپل هیواد پریږدي؟

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په تیرې یوې لسیزې کې د هغو چینایانو شمیر په شدت سره ډیر شوی چې غواړي خپل هیواد پریږدوي او په نورو هیوادونو کې پناه واخلي.

ډیر شمیر دا کسان چې په نورو هیوادونو کې پناه اخلي د هانګ کانګ او د چین د اصلي قلمرو اوسیدونکي دي. ځیني یې د تعقیب او ځینې نور یې د خپل ځان، کورنۍ او ماشومانو لپاره د نویو فرصتونو د پيدا کولو په خاطر هیواد پریږدي.

د چین د اوسیدونکو دا سفرونه بیلا بیل مقاصد لري. ځیني یې تایوان ته د ورتګ هیله لري او ځیني نور یې بیا د اوږد مزل په نیت د خپل زیږیدو د ځای څخه په زرونو کیلو متره لیرې د ایکواډور په شان هیوادونو ته ځي.

د هانګ د احصایې او د وګړو د شمیر د ادارې ارقام ښیي چې د دې هیواد ۸۹۲۰۰ اوسیدونکي چې د ټولو وګړیو د یو سلنې څخه زیات دي، د ۲۰۲۰ کال د نیمایي نه د ۲۰۲۱ تر نیمایي پورې د هانګ کانګ څخه وتلي دي.

د هانګ کانګ یو اوسیدونکي ادوین لای، پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "‍ په هانګ کانګ کې د ژوند وضعیت مخ په خرابیدو دی او زه په همدې خاطر د ښه ځای په لټه کې یم چې وکړی شم هلته په خوښۍ ژوند تیر کړم".

د حکومت پر ضد د مظاهرو نه څو میاشتې وروسته، په هانګ کانګ کې د ملي امنیت نوی قانون د ۲۰۲۰ په نیمایي کې نافذ شو. د ښاغلي لای په وینا دې نوي قانون د بیان د آزادۍ نه نیولې تر زده کړو او نورو بیلا بیلو چارو کې محدودیتونه پیدا کړل. هغه وویل، " نور محدودیتونه، قوانین او مقررات هم وضع شول".

تایوان

د تایوان د کډوالۍ ملي ادارې ویلي چې د هانګ کانګ څخه ډیر شمیر خلک دې هیواد ته ورکډه شوي. د هانګ کانګ اوسیدونکي کیسي وانګ پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "باید هانګ کانګ پریږدم چې د بیان آزادي ولرم. هیڅوک نغواړي پداسې ښار کې ژوند وکړي چې تل پکې ویره وي."

د هانګ کانګ څخه څه باندې ۱۰زره کسان په ۲۰۲۰ کال کې تایوان ته تللي. دا بې سارې رقم دی چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله دوه برابر ډیر شوي. دغه بهیر په ۲۰۲۱ کال کې هم روان و او د تایوان د کډوالۍ ادارې د شمیرو له مخې د همدې روان کال په لومړنیو اوه میاشتو کې څه باندې ۵ زره کسان د هانګ کانګ څخه تایوان ته تللي دي.

بریتانیا

د هانګ کانګ د اتباعو لپاره د کډوالۍ یو جذاب او مشهور ځای بریتانیا ده. د ۲۰۲۱ کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې د هانګ کانګ څه باندې ۶۵ زرو اتباعو بریتانیې ته د کډوالۍ لپاره غوښتنلیکونه ورکړیدي.

بریتانیې تیر کال د هانګ د اتباعو او د هغوي د خپل خپلوانو لپاره د ویزو نوی پروګرام پیل کړ چې د هانګ کانګ شاوخوا ۵.۴ میلیون اتباع ددې ویزو د اخیستو لپاره شرایط پوره کولی شي.

مایک او ایفي لام ، چې ددې ویزې د اخیستو لپاره یې بریتانیې ته غوښتنیلک سپارلی و د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په میاشت کې د خپل ۱۱ کلن ماشوم سره بریتاینې ته ولاړل.

مایک لام امریکا غږ ته وویل، "باید فکر وکړو چې آیا هانګ کانګ لا هم د پاتې کیدو لپاره خوندي دی؟ آیا (هانګ کانګ) د ماشومانو او د هغوي د روښانې راتلونکې لپاره ښه ځای دی؟ په هانګ کانګ کې وضعیت په چټکۍ سره د خرابیدو او لا خرابیدو خوا ته روان دی، نو همدې وضعیت مونږ اړ کړو چې په بیړه پریکړه وکړو".

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ارقام ښیي چې د هغو چینایي اتباعو شمیر په تیرې یوې لسیزې کې ډیر شوي چې نورو هیوادونو ته کډه کوي. دغه رقم په ۲۰۱۰ کال کې ۷۷۳۲زره و پداسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۰۸ زرو ته ورسید.

له لیرې څخه ګواښونه

ډیری کسان چې د چین نه تښتیدلي، ویره لري چې د چین حکومت ښایي د هیواد څخه تر وتلو وروسته هغوي وڅاري. پدې کسانو کې د اویغور اقلیت مسلمانان هم دي چې د شین ژیانګ په ولایت کې ژوند کوي.

د اویغوریانو لپاره د کډوالۍ هدف په عمده توګه ترکیه ده او اټکل کیږي چې د شین ژیانګ نه به تر ۵۰ زرو پورې اویغوریان ترکیې ته تللي وي.

د چین حکومت سلګونه زره اویغوریان د اجباري کار په کمپونو کې ساتي. د بشري حقونو ادارې د چین دا کار د "بشریت ضد جنایت" بولي.

چین د اویغوریانو سره د ناوړه چلند تورونه نه مني. د چین دولتي مطبوعاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې یو ځل بیا وویل هغه څه چې لویدیځ یې د اجباري کار کمپونه بولي، په حقیقت کې "د مسلکي زده کړو د روزنې مرکزونه دي چې د مذهبي سخت دریزۍ د مخنیوي لپاره جوړ شویدي".

سره لدي چي چین او ترکیې په اقتصادي او امنیتي چارو کې خپلې اړیکې غښتلې کړي، په ترکیه کې د اویغوریانو کورنۍ او د هغوي مدافع وکیلان وایي چې دا اقلیتونه د زیاتو ګواښونو سره مخ دي او ویره چې ګنې ترکیه به د چین د ډیر فشار له کبله اویغوري فعالین د قانوني تعقیب لاندې راولي او یا به یې بیرته چین ته واستوي.

په ترکیه کې میشت د اویغوریانو فعال انور توردي چې یو کال بند یې هم تیر کړی، د خپل امنیت په هکله اندیښنه لري. هغه په چین کې د بشري حقونو د سرغړاونو په هکله راپورونه ورکول او اوس هم دا کار کوي.

توردي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "ترکیه خلک د میاشتو یا یو کال پورې نیسي او پوښتنې ترې کوي او هیڅ هم نه پیدا کوي. کله چې هغوي سم معلومات تر لاسه کړي، خلک خوشې کوي. زما د خپلې قضیې درې کاله تیریږي او هغوي لا هم زما څخه پلټنې کوي. چین نشي کولی (د ترکیې چارواکو ته) اسناد برابر کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا د چین حکومت د شین ژیانګ لږ تر لږه یو میلیون اوسیدونکي چې ډیری یې اویغوري مسلمانان دي، پدې ولایت کې بندیان کړیدي.

د امریکا متحده ایالات او د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې د اویغور مسلمانانو سره د چین رویه د "نسل وژنې" سره برابره ده.

بقرا ارکین د چین د شین ژیانګ ولایت اویغوري مسلمان دی چې په ۲۰۱۸ کال کې په امریکا کې د اوسیدنې اجازه ورته ورکړل شوې. د چین چارواکو په هماغه کال د هغه د کورنۍ غړي ونیول او په زندان کې یې واچول.

ارکین امریکا غږ ته وویل، "په ۲۰۱۸ کال کې مې پلار، تره، د تره زامن او ځینې دوستان مې بې درکه شول او وروسته خبر شوم چې د اجباري کار کمپونو ته استول شویدي".

دغه اویغوري ځوان ادعا کوي چې سږ کال یوې میرمنې چې په چینایي ژبې یې خبرې کولې، دوه ځله یې دا او میرمن یې په ټیلیفون کې ګواښلي دي. ارکین وویل، " هغې زه وګواښلم. آن دا چې زما دوه کلنې لور ته یې د مرګ ګواښ وکړ. هغې ما ته وویل، "‍ مونږ تا د نږدې نه څارو. تا به ووژنو. ته به ووژل شي".

فاطمه عبدالغفور چې په شین ژیانګ کې زیږیدلې امریکا غږ ته وویل چې د آزادۍ په لټه کې یې چین پریښود. هغه چې د جیوفزیک په برخې کې په دکتورا بوخته ده، لومړی په امریکا کې اوسیدله او اوس اسټرالیا ته تللې. هغې وروسته همالته واده وکړ او همالته ژوند کوي.

میرمن عبدالغفور وایي چې د چین چارواکو یې یو ورور نیولی او په کمپ کې یې اچولی. هغه وایي چې پلار یې هم په یو کمپ کې اچول شوی. هغې وویل، " پدې خاطر مې چین پریښود چې د تل لپاره به غلامه وم".

لاتینه امریکا

میلي چې پخوا په چین کې د انګریزي ژبې زده کوونکې وه، وایي چې تر ۸۰ او ۹۰ سلنې تر منځ کسان چې چین پریږدي په یو ډول د "هغې ټولنې کې د ژوند کولو د ویرې حس لري".

هغې چې نه غوښتل په راپور کې یې بشپړ نوم یاد شي امریکا غږ ته وویل ډیری کسان چې د چین څخه یې کډه کړې، لا هم دا ویره ورسره ده چې ښایي د چین چارواکي به یې خپل خپلوان ونیسي.

د میلي په وینا چې اوس په اکواډور کې د چین د کډوالو سره کار کوي وایي چې ډیری خلک د چین څخه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له کبله اړ کیږي چې خپل هیواد پریږدي.

میلي امریکا غږ ته وویل، "ډیری کسان چې ما ته راځي، ویره لري چې چینایي پیسې به یې په کثافاتو بدلې شي او په همدې خاطر هغوي خپلې پیسې په ډالرو بدلوي او په کورونو کې یې پټوي. ځیني یې ویره لري چې چین ښایي خپل پلان شوي اقتصاد ته بیرته مخه وکړي. په ځانګړي ډول هغه نسل چې تورې ورځې یې لیدلي، ویره لري چې جایداد به یې ښایي ضبط شي".

کاناډا

هووا یونګ چینایي هنرمند دی او د چین د سلګونو نورو اتباعو په شان په کاناډا کې یې د پناه اخیستو لپاره غوښتنلیک ورکړی. هغه وایي د خپل هنري فعالیت له کبله چې د چین تر ټولو د بې وزلو خلکو کړاو یې د خپل هنر د لارې انځور او مستند کاوه، څو ځله ونیول شو او بندي شو.

د چین دا تبع وایي چې چینایي چارواکو د ۱۵ میاشتو لپاره د اجباري کار د بیا روزنې په پروګرام کې شامل کړ. هغه وایي، "پرته لدې چې هیواد پریږدم، بله چاره مې نه درلوده".

په کاناډا کې د پرنس ایډوارډ ټاپو چې دې هیواد یو تر ټولو کوچنی ولایت دی، سږ کال یې د وګړو شمیر په چټکۍ سره ډیر شوی. د کاري ځواک د کمښت له کبله دې ایالت د بهرنیو هیوادونو منلو ته مخه کړې او په اوس وخت کې هغه چینایي اتباع چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کالونو په منځ کې دې ولایت ته کډه شوي، د دې ځای تقریباً ۴ په سلو کې وګړي همدودي دي.

ایملي پي د یو کاناډايي سړي سره واده کړی او ۱۲ کاله وړاندې دې هیواد ته راغلې. هغه اوس د هغو چینایي او نورو هیوادونو د اتباعو سره همکاري کوي چې د پرنس ایډوارډ په ټاپو کې میشت شویدي. هغې امریکا غږ ته وویل ډیری کډوال چې دا یې پیژني کاناډا ته د خپلو ماشومانو د زده کړو او لیک لوست لپاره راغلي دي.

د کاناډا د پرنس ایډوارډ په ولایت کې د کډوالو په ادارې کې جف یانګ امریکا غږ ته وویل چې د چینایي کډوالو لپاره دا ټاپو هڅونکې دی او ښایي دا ځای یې د خپلو ماشومانو د زده کړو په خاطر ټاکلی وي.

هغې وویل، "فکر کوم هغوي د ایډوارډ پرنس ټاپو خوندي ځای بولي. هغوي په یو ډول د آرام ژوند په لټه کې دي. د تازه هوا په شان څیزونه هغه څه دي چې د خلکو د خولې مې اوریدلي دي".

میرمن پي وایي د کومې ورځې نه چې د پرنس ایډوارډ ټاپو ته راغلې تر اوسه پورې پدې سیمه کې د چینایانو لپاره د ژوند کولو په برخې کې مثبت تغیرات لیدلي دي.

هغې وویل، "د تیرو لسو کالونو په پرتله، اوس هر څه ډیر ښه شوی. د چینایي غټې مغازې جوړې شوي. پخوا یوازې یوه یا دوه مغازې وې خو اوس دا مغازې شپږ یا اوه دي. د چینایانو ټولنه هم مخ په پراخیدو ده".