د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د طالبانو حکومت د روغتیا د ملي پالیسۍ د ترتیبولو لپاره ددغه سازمان او د هغو غیر حکومتي موسسو په ګډون یوه کمیټه جوړه کړې ده، چې په افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې کار کوي.
دغه سازمان د سه شنبې په ورځ سپټمبر۱۹(وږي ۲۸) په یوراپور ویلي، چې په دې کمیټه کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت استازي هم غړیتوب لري.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: "د افغانستان د روغتیا انتقالي ستراتیژي په وروستیو پړاونو کې دی. د دریو کلنو لپاره د روغتیا او د خوارځواکۍ بودیجه ۲.۳۹ میلیونه ډالره اټکل شوې ده."
د روغتیا نړیوال سازمان په دغه راپور کې د روغتیا د نوي کلسټر اود ستراتیژۍ د پلي کیدو په برخه کې ویلي، چې په دغه ستراتیژۍ کې د ګرځنده ټیمونو او د خوارځواکۍ د ګرځنده ټیمونو څخه په منطقي ډول د کار اخیستلو مسلې ته هم پاملرنه شوې، چې ددغې نوې ستراتیژۍ له مخې ددغو ټیمونو شمیرچې د روان ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې ۵۱۳ ټیمونو ته رسیده د جون په میاشت کې یې شمیر ۴۵۳ ته راکم شوی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان په دغه راپور کې د هغو ۳۳ دوییمې او درییمې درجې روغتونونو د فعالیت په اړه هم معلومات ورکړي، چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې یې د فعالیت د دوام مسوولیت د روان کال د اګسټ په ۳۱ د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاره.
روغیتا نړیوال سازمان ویلي، چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې موافقه کړې، چې ددغو روغتونونو د ډاکټرانو او نورو کارکوونکو معاشونه به ددغه وزارت د بودیجې څخه ورکوي او د روغتونونو ورځینو مصارفو ته به پیسې برابروي، خو دغو روغتونونوته درمل نشي برابرولی او د روغتیا په سکټور کې فعالې موسسې دې ورته درمل برابر کړي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې دغه ۳۳ روغتونونه په افغانستان کې نهه میلیونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابروي او که د درملو غنم یې ونه خوړل شي نو کیدای شي فعالیتونه به یې ودرول شي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د نړیوالې ټولنې له خوا دغې کمیټې سره د مرستو د کمبود له امله د روان ۲۰۲۳ کال د اګست په ۳۱ د ۳۳ روغتونونو د فعالیت مسوولیت د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاره.
په روان ۲۰۲۳ کال په سر کې افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د کمیدو له امله ملګړي ملتونو دغه هیواد په خپله ترتیب شوې بودیجه کې شاوخوا یو نیم میلیارد ډالرو کمی راوست خو لا هم نړیوالې ټولنې ملګروملتونو ادارو ته داپیسې نه دي برابرې کړي، چې له امله یې افغانانو سره د ملګروملتونو په مرستو کې د پام وړ کمی راغلی دی.
د بودیجې کمبود د روغتیا په سکټور هم زیاته اغیزه کړې ده. ملګروملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر ویلي، چې د بودیجې د کمبود وروسته تر ۲۶۲ پورې روغتیايي کلینیکونو خپل فعالیت بند کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د اګست ۱۸ (زمري ۲۷) په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې دې د روغتیا په برخه کې د بحران د مخنیوي لپاره افغانانو سره مرستې وکړي.
دغه سازمان ویلي: "د مرستو د نه برابرولو پایلې به ډیرې زیان لرونکي اوسي".
ډبلیو ایچ او، ویلي، چې د بودیجې د نه چمتو کولو په صورت کې به ۸ میلیونه افغانان روغتیايي اساسي خدمتونو او د ژوند د ژغورنې روغتیايي مرستو ته لاس رسی له لاسه ورکړي او ۴۵۰ زره ناروغان به د تروما او ژوند د ژغورنې مناسبو خدمتونو ته لاس رسی ونلري.
د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی، چې که مرستې برابرې شي د پورتنیو شمیرو سربیره ۱.۶ میلیونه کسان به د عصبي او روحي ناروغیو د سلامشورو لپاره خدمتونو ته لاس رسی ولري.