یحیا سنوار څوک و؟

د حماس وژل شوی مشر یحیا سنوار

د حماس ډلې مشر یحیا سنوار، چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر۱۷ (تلې۲۶) د اسرائيل ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، د اسرائيل لپاره یو مطلوب شخص و.

یحیا سنوار د روان کال د اګست په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه له وژنې وروسته، چې ایران یې د اسرائيل کار بولي، د حماس مشر وټاکل شو.

سنوار په اسرائیل باندې د تېرکال د اکتوبر د اومې نېټې د برید اصلي طراح بلل کېده، چې له کبله یې د غزې روانه جګړه پیل شوه.

یحیا سنوار ۶۱ کلن و او د غزې په خان یونس کې د کډوالو په یو کمپ زېږېدلی و.

نوموړی په ۱۹۸۷ کې د حماس له جوړېدو وروسته د دغې ډلې غړی او بیا یې د امنیتي برخې مشر شو چې دنده یې د اسرائیل له استخباراتو څخه د حماس ژغورل او د جاسوسانو موندل او پېژندل وو.

د امریکا متحده ایالتونه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

سنوار یو ځل اعتراف کړی و، چې ۱۲ تنه یې اسرائيل ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي. له دغې پېښې وروسته هغه ته د «خان یونس د قصاب لقب» ورکړل شو.

اسرائيل یحیا سنوار د ۱۹۸۰ کالونو په وروستیو کې ونیوه. اسرائيل هغه د دوو اسرائیلي سرتېرو د وژنې او نورو جرایمو په تور څلور ځلې د عمر بند په سزا محکوم کړ.

سنوار په ۲۰۰۸ کال کې د ماغزو په سرطان اخته شو، خو اسرائيلي ډاکټرانو یې معالجه وکړه او روغ شو.

د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په ۲۰۱۱ کال کې له زندان څخه خوشې کړ. هغه له حماس سره د یو اسرائيلي بندي‌ سرتېري د تبادلې برخه و.

یحیا سنوار عبري ژبه هم زده کړې وه او په زندان کې یې هم د اسرائیل د حکومت ضد ځینو اعتراضونو مشري کړې وه.

متحدو ایالتونو په ۲۰۱۵ کال کې هغه د «نړیوال ترهګر» په توګه وپېژنده. باور کېږي، چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې په خپل منځۍ جګړې کې د حماس د یو قومندان محمود اشتیوي په وژلو کې هم دخېل و.

یحیا سنوار په غزې کې د حماس ډلې عملیاتي چارې مخې ته وړلې او همدغه راز هڅه یې کوله چې دا ډله له ایران او په سیمه کې د ایران له نیابتي ډلو سره یو ځای کړي.

د اسرائيل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په غزې کې یې یحیا سنوار وژلی. د اسرائیل رسنیو خبر ورکړی کوم سرتیري چې په جګړه کې ښکېل شوي، د سنوار د وژنې لپاره نه وو تللي او هلته یې د هغه د موجودیت په اړه هم استخباراتي معلومات نه لرل.

سنوار تر دې مخکې د حماس د بل وژل شوي مشر اسماعیل هنیه سره په قطر کې اوسېده.

د حماس ډلې لا د هغه د وژل کېدو پخلی نه دی.