سپینه ماڼۍ : د غزې اوربند تازه خبرو پیل 'هیله بخښونکی' دی

اسرائیلي ځواکونه د غزې په تړانګې د عملیاتو پر وخت.

سپینه ماڼۍ وایي د قطر په پایتخت دوحي کې په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پای ته رسولو لپاره تازه خبرې اترې "هیله بخښونکي" دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په سمدستي توګه د موافقې کیدل به ظاهراً احتمال ونلري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پنجشنبه اګست ۱۵ ( زمري ۲۵) په خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم ډیر کار پاتې دی او زیاته یې کړه چې د موضوع پیچلتیا ته په کتو سره، متحده ایالات دا هیله نلري چې "لدې خبرو دې همدا نن یوه موافقه" تر لاسه شي.

ټاکل شوې چې دا خبرې د جمعې تر ورځې پورې ادامه ولري. د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر، ویلیم برنز هم پکې ګډون لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د قطر صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني تیره ورځ د غزې په جګړې کې ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د اوربند خبرې دې نه کمزورې کوي.

د امریکا او قطر جګپوړو چارواکو دا څرګندونې په ټیلیفوني خبرو کړي او سره لدې چې د کوم هیواد یا ډلې نوم یې ندی اخیستې خو داسې معلومیږي چې هدف یې ایران، اسرائیل او د حماس ډله ده.

د امریکا د بهرینو چارو وزارت ددې خبرو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي بلینکن او ښاغلي الثاني وویل، "په سیمې کې هیڅ اړخ باید داسې اقدام ونکړي چې موافقې ته د رسیدو هڅې کمزورې کړي".

د متحده ایالاتو، قطر او مصر منځګړو استازو نن پنجشنبه د اسرائیل د پلاوي سره کتلي دي. حماس چې تیره ورځ یې ویلي دې خبرو ته خپل استازي نه استوي خو د رویټرز خبري اژانس ویلي داسې معلومیږي چې د منځګړو هیوادونو استازي به هم د هغوي سره په جلا توګه وګوري.

د حماس ډلې د تیر په څیر د اوربند د خبرو نتیجه له غزې څخه په بشپړه توګه د اسرائیلي ځواکونو وتل ښودلي دي.

د دې ډلې یو چارواکي حسام بدران د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اوربند د "هرې موافقې نتیجه باید له غزې څخه په بشپړه توګه د اسرائیل وتل او د بې ځایه شویو خلکو بیرته ستنیدل وي".

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شوار ویاند جان کربي هم منلې چې د اوربند په خبرو کې پاتې خنډونه له منځه تللی شي او پدې یې ټینګار کړی چې دا پروسه باید بشپړه شي.

ښاغلي کربي ویلي، "مونږ باید د برمته شویو کسانو خوشې کیدل، غزې کې ملکي فلسطینیانو ته مرستې رسیدل، د اسرائیل امنیت او په سیمې کې د کړکیچ کموالی وینو او دا څیزونه باید هر څومره ژر چې امکان لري، ووینو".