د ټرمپ د تګ او د بایدن راتګ په اړه د خامنه‌يي او روحاني د نظر اختلاف 

خامنه‌يي او روحاني

د ایران مشر آیت الله علي خامنه یي ‌ادعا کړې چې د ایران سره د امریکا د متحده ایالاتو دښمني له واک څخه د دونالد ټرمپ په تللو سره نه ختمیږي.

ښاغلي خامنه یي د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۶) د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایدن ته له مشخصې اشارې پرته وویل: "دښمنۍ یواځې د ټرمپ د امریکا پورې مربوط ندي چې په تللو سره یې پای ته ورسیږي، د اوباما امریکا هم له تاسو او د ایران له ملت سره بد وکړل."

څو ساعته مخکې له دې، د ایران جمهور رئیس حسن روحاني په متحده ایالاتو کې د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې په پای ته رسیدو خوښي څرګنده کړه او وویل: "مونږ نن ورځ د بایدن په راتللو سره خوښ نه یو، خو په قطعي توګه د ټرمپ په تللو خوشحاله یو".

ښاغلي روحاني هیله څرګنده کړه چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس په توګه د جو بایدن انتخابیدل ښایي د زیاتې همکارۍ فضا رامنځ ته کړي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایدن د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې که ایران په دقیقه توګه د اټومي موافقې عملي کولو ته مخه کړي، امریکا به هم د ایران د اټومي فعالیتونو د محدودولو په مقصد د راتلونکو مذاکراتو د پیل د ټکي په توګه ورسره یوځای شي.

سره له دې چې د ایران مشرانو د لویدیځ سره د هیلو د کړکۍ د پرانستلو په اړه خبرداری ورکړی، خو د بایدن د بریا راهیسې د روحاني حکومت څو ځلې د امریکا د راتلونکي حکومت په وړاندې خپل علایق ښودلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، د دسمبر په درېیمه ویلي وو چې که د امریکا متحده ایالات او اروپا په خپلو اصلي ژمنو ودریږي، ایران به په بشپړه توګه د اټومي وسلو د تولید د مخنیوي په هدف د ۲۰۱۵ کال د موافقې نه پیروي وکړي.

د ایران او د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو او جرمني ترمنځ د اټومي موافقې په اساس چې د ۲۰۱۵ کال په دوبي کې لاس لیک شوې د ایران د اټومي فعالیتونو د محدودولو په بدل کې پر تهران باندې د لویدیځ له خوا یو شمیر لګیدلي بندیزونه لرې کیږي.

خو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د اټومي موافقې نه ووت او بیا یي پر ایران باندې ټول هغه بندیزونه له سره ولګول چې ددې موافقې په اساس لرې شوي وو.

د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکیچ د دونالد ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې زیات شو ځکه ښاغلي ټرمپ هڅه کوله چې اسرائیل او د خلیج عرب هیوادونه د ایران پر ضد په یوې سخته موضع کې سره نژدې کړي.