سپینې ماڼۍ نن د مۍ په ۲۱ (غوایي ۳۱) ویلي چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن حکومت ته د سولې یوه داسې معامله په میراث پاته وه چې طالبان یې ځواکمن کړي وو او د افغانستان په ملي حکومت کې زمونږ متحدین یې کمزوري کړي وو او د راتلونکې په اړه د کوم څرګند پلان پرته [د افغانستان څخه] زمونږ د ځواکونو د ایستلو سبب شوه.
سپینې ماڼۍ دا څرګندونې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ځانګړی مفتش (سیګار) د رپوټ په غبرګون کې کړې دي چې وایي د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی علتونه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون او د ځواکونو اېستل وو.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي: «کله چې مونږ چارې ترلاسه کړې طالبان د ۲۰۰۱ کال راوروسته تر ټولو په قوي پوځي موقف کې وو او مونږ هلته [افغانستان کې] ډیر کم ځواکونه درلودل. که هغه [ولسمشر بایډن] دا تصمیم نه وای نیولی چې په جګړه کې د متحده ایالاتو ښکیلتیا پای ته ورسوي، زمونږ پر ځواکونو باندې کیدای شول بریدونه بیرته پیل شي او د امریکایي سرتیرو ژوند له ګواښ سره مخامخ شي. هیواد ته د امریکایي ځواکونو بریته راوستلو د متحده ایالاتو ملي امنیت بهتر کړ او مونږ یې وتوانولو چې خپله انرژي او منابع د راتلونکو ننګونو پر وړاندې وکاروو.»
سیګار د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) په خپل رپوټ کې ویلي وو چې د دوحې تړون وروسته امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه او قراردادیان واېستل چې افغان ځواکونه تر ډېره پرې تکیه وو او د سیګار په وینا دې کار د افغان پوځ مورال «وواژه».
دا تړون د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې د طالبانو سره کړی و چې بیا د ولسمشر جوبایډن حکومت یې په تعقیب کې د ۲۰۲۱ د اپریل په میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو اعلان وکړ.
سپینې ماڼۍ په خپل بیان کې ویلي دي: «کله چې ولسمشر بایډن دنده په غاړه واخیسته، هغه د یو سخت انتخاب سره مخ شو - د کورنۍ جګړې دوه چنده کول او نور امریکایي سرتیري په خطر کې اچول، یا په نهایت کې د دوه لسیزو او دوه ټریلیون ډالرو مصرف وروسته د متحده ایالاتو تر ټولو اوږده جګړه کې زموږ ښکیلتیا پای ته رسول. ولسمشر د امریکا د ولس د تر ټولو ښه ګټو په اساس عمل وکړ چې دغه مشکل تصمیم یې ونیو چې زمونږ ځواکونه هیواد ته راولي او رامنځته کیدونکو ګواښونو ته توجه وکړي.»
د سیګار مشر جان ساپکو په خپل رپوټ کې ویلي وو چې: «د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ له تړون یو کال وروسته، د هوايي بریدونو محدودیت د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو د لېرې ساتلو په برخه کې له مهم پرمختګ څخه محروم کړل.»
له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان مخکنی حکومت نسکور او طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شول. خو تر دې دمه د امریکا په ګډون د نړۍ کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.
د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې په ځانګړي راپور کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې القاعده او داعش فعال دي. راپور وايي چې القاعده د طالبانو په فرمایش په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځکه کم رنګ ساتلي چې د طالبانو حکومت د نړیوال مشروعیت په لټه دی.
په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د طالبانو مشران له القاعده سره نژدې اړیکي پالي او داعش-خراسان لوی خطر دی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.
د دوحې په تړون کې ویل شوي چې طالبان به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد فعالیت وکړي.