ویسټ انډیز نیوزلنډ ته ماتې ورکړه او د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته ووت

که افغانستان نن له پاپوانیوګیني څخه وګټله، نیوزلنډ له نړیوال جام څخه وځي.

ویسټ انډیز، چې د روان شل اوریز نړیوال جام یو کوربه هم دی، د دغو نړیوالو سیالیو د اتو غورو لوبډلو (سوپر۸) مرحلې ته ووت.

ویسټ انډیز نیوزلنډ ته ماتې ورکړه او دا یې په دغه نړیوال جام کې درېیم پرلپسې بری دی.

د ویسټ انډیز لوبډلې لومړی توپ‌ وهنه وکړه او په ټاکلو شویو شلو اورونو کې یې نیوزلنډ ته د ۱۵۰ منډو هدف وټاکه او تر ټولو ډېرې منډې شرفن رادرفورد وکړې.

هغه په ۳۹ توپونو ۶۸ منډې په داسې حال کې وکړې چې د وېسټ انډیز نور لوبغاړي سوځېدلي وو او دی ولاړ و او تر اخره ونه سوځېده.

. ویسټ انډیز او نیوزلنډ دواړه له افغانستان سره په سي ګروپ کې دي. افغانستان هم د تېرې شنبې په ورځ نیوزلنډ ته ماتې ورکړه.

که افغانستان نن په ځايي وخت د پنجشنبې په ماښام (کابل جمعه سهار) پاپوانیوګیني ته ماتې ورکړه، د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته وځي او نیوزلنډ له نړیوال جام څخه وځي.

تر ویسټ انډيز مخکې هند، جنوبي افریقا او استرالیا هم د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته وتلي دي.