افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د بهرنیو چارو وزارت کې په بلې دندې وګمارل شو

ټام وسټ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه اکتوبر لومړۍ (تلې لسمه) اعلان وکړ چې افغانستان لپاره یې د امریکا ځانګړی استازی ټام وسټ د دغه وزارت د بندیزونو د تنظیم د ادارې سرپرست ټاکل شوی دی.

ټام وسټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وګمارل شو، تر ده مخکې زلمی خلیلزاد د افغانستان د مصالحې په چارو کې د امریکا استازی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د انتوني بلینکن له خولې ویل شوي، چې له افغانستان سره د امریکا ژمنې دوامداره دي او چارې به د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډکر، د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د جنوب اسیا لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مارک پومرشیم مخې ته وړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر امریکا غږ ته تائید کړه چې د افغانستان سره به تعامل بدل نشي او دا هیواد یې "تل پاتی لومړیتوب" وباله.

بلینکن په دغې بیانې کې ویلي: «ډکر به له قطر څخه د افغانستان په اړه دپلوماسي مخې ته وړي. ډکر به دیپلوماتیکې او سیاسي هڅې روانې وساتي چې په افغانستان کې د بشر حقونو او په خاص ډول د نجونو حقونو ته د لومړیتوب تضمین وشي او پومرشیم به له واشنګټن څخه د افغانستان په اړه د ادارو ترمنځ د تګلارو او پالیسۍ په پراختیا چارې رهبري کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ټام وست کارونه ستایلي او ویلي دي چې د امریکا له متحدینو سره د هغه د هڅو له کبله میلیونونو افغانانو ته بشري مرستې ورسول شي.

دغه وزارت ویلي‌ دي چې وست په یو «پیچلي وخت» کې د افغانستان په اړه د امریکا د ټولې ديپلوماسۍ ښه مشري وکړه او هڅه یې وکړه چې افغانستان بیا د امریکا په ضد د ترهګرو د بریدونو په ځای بدل نه شی.