ځینې افغان او امریکایي کارپوهان وایي چې د طالبانو د چلند او سلوک بدلولو لپاره پر هغوی باندې د فشار راوړلو یوه لار د افغانستان د خلکو سره مستقیم تعامل او د طالبانو د سیاسي مخالفینو څخه ملاتړ دی.
د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت یو لوړپوړی کارپوه اسفندیار میر، ددې انستیتوت د چهارشنبې د ورځې جنورۍ ۱۲ (مرغومي ۲۲) په غونډه کې چې په مجازي ډول جوړه شوی وه، وویل چې یواځې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول نشې کولای طالبان ددې ډلې د حکومت د ترکیب او د حکمتدارۍ د بڼې بدلولو ته اړ باسي.
ښاغلي میر وویل: "زما په اند نړیواله ټولنه په مجموعي توګه او په ځانګړې توګه امریکا په طالبالنو باندې د فشار واردولو د اهرامونو په تشخیص کې د اشتباه سره مخامخ دي...زه غواړم [پر طالبانو باندې] د فشار اصلي اهرامونو ته اشاره وکړم او یو ځل بیا د طالبانو د سیاسي مخالفینو څخه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ټینګار وکړم. دا موضوع به طالبان ډیر په قهر کړي، خو نړیواله ټولنه باید دا موضوع په ډیر جدي ډول وارزوي."
دا وړاندیز پداسې حال کې مطرح کیږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روانې اونۍ په پیل کې په تهران کې د احمد مسعود او اسماعیل خان په ګډون ددې ډلې د مخالفینو سره وکتل؛ هغه کتنه چې په ظاهره یې کومه نتیجه نه درلودله.
د طالبانو مقامات ادعا کوي چې ددې ډلې تر مشرۍ لاندې حکومت ټولشموله دی، خو د طالبانو په حکومت کې د ښځو نشتون او همداشان د دوی په حکومت کې د یو قوم او یوې ډلې کسانو شتون د نړیوالې ټولنې انتقادونه زیږولي دي.
د افغانستان د مسایلو کارپوه رحمت الله امیري وایي چې د هغه په اند د افغانستان د خلکو سره د نړیوالې ټولنې مستقیم تعامل کولای شي طالبان نرمښته اړ کړي.
هغه وایي: "یو له هغو شیانو څخه چې طالبان ترې ډاریږي د [افغانستان] د محلي خلکو سره [د نړیوالې ټولنې] تعامل دی. د [افغانستان] مدني ټولنه لا فعاله نده او خلک غواړي په سیاست کې ګډون وکړي او د طالبانو تصمیمونه وننګوي. زما په اند نړیواله ټولنه باید [د محلي خلکو او مدني ټولنې] سره کار وکړي او له هغوی سره وګوري. هر کله چې د بهرنیو هیوادونو استازي کابل ته ځي، هیڅکله د محلي خلکو سره نه ګوري."
د طالبالنو له واکمن کیدو څخه پنځه میاشتې تیریږي، خو تر اوسه د پاکستان او قطر په ګډون چې د طالبانو سره نژدې اړیکې لري، هیڅ یو هیواد ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی. خو ددې سره امریکا، د اروپایي ټولنې غړي او ستر نړیوال بنسټونه د طالبانو سره په تعامل ټینګار کوي.
د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت لوړپوړی کارپوه اندریو واتکنز، هم د طالبانو سره د تعامل اهمیت ته په اشارې سره وویل: "که مونږ د نړیوالې ټولنې په توګه [د طالبانو سره] تعامل ته دوام ورکړو هیڅ ډول تضمین نشته چې د طالبانو چلند دې معتدل شي. خو هره ورځ چې [دغه تعامل] کوو او څه نه کوو د طالبلانو دننه د سخت دریځو اړخونو موقف او غږ تقویه کیږي."
د هرې ورځې په تیریدو سره په خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو لګول زیاتیږي. طالبان وایي د "اسلامي شریعت په چوکاټ کې" د ښځو حقونو ته ژمن دي، خو زیات شمیر مسلمان هیوادونه او همداشان د بشري حقونو د ملاتړ سازمانونه د اسلام څخه د طالبانو تعبیر سخت دریځه ګڼي.
د امریکا د سولې په انستیتوت کې د ادیانو او ټول شموله ټولنو د برخې مسوله پلوشه کاکړ وایي د طالبانو زیات اقدامات "سیاسي" دي او "دیني اساس" نلري.
میرمن کاکړ وویل: "کله چې طالبان د اسلام [د پیروۍ] په ځانګړې توګه د حنفي فقې خبره کوي، [د اسلام نه] د هغوی د تعبیر په څرنګوالي کې په ځانګړې توګه د ښځو په اړوند ستر تناقض لیدل کیږي. د مثال په توګه په حنفي فقه کې د ښځو د صورت او لاسونو په پټولو ټینګار ندی شوی. په حنفي فقه کې د دولت له رئیس څخه د خلکو په بیعت زیات ټینګار شوی دی، یعنی د دولت رئیس باید د عامو خلکو سرهع د بیعت په اساس وټاکل شي."
هغې همداشان وویل چې نړیواله ټولنه باید دننه په افغانستان کې د طالبانو د مشرانو او افغان ښځو د استازو ترمنځ خبرو او مذاکرې ته زمینه برابره کړي چې د زده کړو او کار کولو د حق اعاده کول غواړي.