د متحده ایالاتو د ښځو د باسکټبال ټیم د پاریس د نړیوال المپیک په سیالیو کې نن د یکشنبې په ورځ اګسټ ۱۱ د سرو زرو مډال وګاټه.
د امریکا ټیم په پای لوبه کې د فرانسې د ښځو د باسکټبال ملي ټیم ته ۶۷ د ۶۶ په مقابل کې ماتې ورکړه.
دا اتم پرله پسې ځل دی چې د امریکا د ښځو د باسکټبال ټیم د المپیک د سرو زرو مډال خپلوي.
تېره ورځ امریکا د ناورینه وو د باسکټبال ټیم هم فرانسې ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مدال وګاټه.
د فرانسې د ښځو د باسکټبال ټیم د لوبې په ټول جریان کې د امریکا پر وړاندې ډیر ښه وځلید او څو ځلې مخکښ و.
د امریکا د لوبډلې لوبغاړې آجا ویلسن په ځانته ځان ۲۱ نمرې واخیستلې.
دا په داسې خال کې و چې فرانسوی لوبغاړې ګابي ویلیام کولای شول په وروستنې شوټ کې درې نمرې وګټي، خو هغه د شوت پر وخت د درې نمرو د ګول وهلو له لیکې تیره شوه او یواځې دوه پواینټونه یې ترلاسه کړل چې په دې توګه لوبه ۶۷ د ۶۶ په وړاندې د امریکا په ګټه پای ته ورسیده.
امریکا تر اوسه د پاریس د المپیک په لوبو کې د مډالونو د شمیر له درکه لومړی او چین دوهم دی. بریتانیا درېیم ځای خپل کړی دی.