د جګړې یوه څارونکې ډله وايي د امریکا پوځ د سوریې په ختیځ کې د عراق سرحد ته نږدې په هوايي برید کې پنځه ایران پلوه ملېشې وژلي دي.
په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي: «د امریکا د الوتکو په برید کې د ایران له ملاتړ برخمن د ملېشو پنځه وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور یې ژوبل دي.» برید د سوریې د سرحد په غاړه شوی.
د سوریې د بشري حقونو د څاره دغه ډله وايي چې د سوریې له داخل څخه د خپلو سرچېنو څخه معلومات ترلاسه کوي. راپور وايي چې د برید هدف د ملېشو مرکزونه وو.
د سوریې دولتي اژانس سنا بیا ویلي چې په برید کې یو «ماشوم» او درې نور کسان وژل شوي دي.
د امریکا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د ابرید تائید کړی دی. دا د جوبایډن په حکومت کې دویم ځل دی چې امریکا ایران-پلوه ملېشې په نښه کوي.
پنټګان وايي په بریدونو کې د وسلو او امکاناتو زېرمې په نښه شوي چې دوه یې په سوریه او یوه یې په عراق کې وه.
اعلامیه وايي چې د عراق دوو سخت دریځو ډلو «کتایب حزب الله» او «کتایب سید الشهداء»، چې د ایران سره نږدې اړیکې لري له دغو امکاناتو ګټه اخیسته. په اعلامیې کې راغلي: «د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشو، چې په عراق کې د امریکا د پوځ په ضد د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې هم دخیلې وې، له دغو امکاناتو استفاده کوله.»
په عراق کې په تېرو څو میاشتو کې د امریکا په ګټو بریدونه شوي او واشنګټن دا د ایران له ملاتړه د برخمنو اورپکو کار بولي. د فبرورۍ په میاشت کې په سوریې کې د امریکا د پوځ په یو بل برید کې لږ تر لږه ۲۰ ملېشې ووژل شوې.
امریکايي چارواکو ویلي وو چې دا برید په عراق کې په امریکايي ځواکونو باندې د راکټي برید غچ و چې یو ملکي امریکایي قراردادي په کې وژل شوی و او د یو بل امریکايي په ګډون د ایتلاف ځینې سرتېري ژوبل شوي وو.