د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پټیل وايي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د سازمان په څېر له ایران څخه غواړي چې «خپل چلند بدل» کړي او یوازې د «بدلون نښې ښودل» کافي نه دي.
پټیل د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۴) په یو خبري کنفرانس کې وویل: «نهایتآ، هغه څه چې موږ له ایران څخه غواړو ووینو، د چلند بدلون او واقعي اقدام دی، نه د ځینو شیانو نښې او یا څرګندونه.»
پټیل زیاته کړه هاغسې چې ولسمشر جوبایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په واضحو ټکو کې ویلي: «غواړو ډاډه شو چې ایران هېڅکله اتومي وسله ونه لري او موږ د دغه هدف د تعقیب لپاره له بېلا بېلو وسیلو څخه کار اخلو.»
په همدې حال کې د اتومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل کروسي، چې ایران ته تللی، د پنجشنبې په ورځ د ایران د اتومي سازمان د مشر محمد اسلامي سره په یو خبري کنفرانس کې وویل: «د جګړو د مخنیوي لپاره په اتومي مذاکراتو کې نتیجې ته رسېدل ضروري دي.»
د راپورونو په اساس د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له کروسي سره په خبرو کې ویلي دي چې تهران اتومي مذاکراتو او د ستونزو حل ته چمتو دی، خو په وینا یې دا کار به تر فشار لاندې ونه کړي.
عراقي د چهارشنبې په ورځ وویل: «لا هم زموږ او امریکایانو ترمنځ د تماسونو چینلونه شته.»
د ایران له لوري د اتومي انرژۍ د سازمان څارونکو ته اجازه او د دغه هېواد په اتومي تاسیساتو کې د یوریانیمو د موندل شویو اثارو په اړه معلومات نه ورکول د تهران او اتومي انرژۍ د سازمان ترمنځ د اختلاف عمده ټکي دي.
ایران داسې مهال د اتومي مذاکراتو په اړه علاقه ښودلې ده، چې د متحدو ایالتونو نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اتومي فعالیتونو سره مبارزه د خپل حکومت لومړیتوبونو کې شمېرلې ده.
ایران دا مهال له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دی، تهران په ۲۰۱۵ کال کې د جرمني په ګډون د نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، روسیې او چین سره اتومي تړون لاسلیک کړ.
په دغه تړون کې ایران ژمنه کړې وه چې د خپلو اتومي پروګرامونو غني کول به دروي او په بدل کې به یې پرې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کېږي. خو ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۸ کال کې په خپلې لومړۍ دورې کې امریکا له دغه تړون څخه واېستله او په ایران باندې یې بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.