متحده ایالاتو سه شنبه اکټوبر ۱۵ ( تلې ۲۴) اسرائیل ته خبرداری ورکړی که د غزې تړانګې ته د ۳۰ ورځو په ترڅ کې د بشري مرستو رسولو چارې ښې نکړي، د دې هیواد سره به د میلیادرونو ډالرو په ارزښت نظامي مرستې وځنډوي.
امریکا دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې په غزې کې څه باندې یو کال کیږي د اسرائیل پوځ د حماس وسله والو پر ضد عملیات کوي او سره لدې چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن څو ځله له اسرائیلي ځواکونو غوښتي چې ملکیانو ته زیان نه رسوي، خو یوازې یو ځل یې دې هیواد ته د وسلو لیږل ځنډولي و.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د دفاع وزیر لیوډ آسټن د همدې تیرې یکشنبې په ورځ په یو لیک کې د اسرائیل حکومت ته واضح کړې چې باید په غزې کې د مرستو رسیدو لپاره چې په اوس وخت کې په ټیټه کچه ده، خپلې کړنې بدلې کاندي.
پدې لیک کې د متحده ایالاتو د هغه قانون یادونه شوې چې د امریکا د نظامي مرستو تر لاسه کوونکی هیواد باید په یو اړخیزه توګه د متحده ایالاتو د بشري مرستو مخه ونه نیسي او بندې یې نکړي.
پدې لیک کې چې د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګیلانت ته لیکل شوی پکې هیله څرګنده شوې چې د اسرائیل حکومت به هغه بدلونونه راولي او په وړاندیزونو به عمل وکړي چې د متحده ایالاتو لخوا ترې غوښتل شویدي.
دا لیک چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و نه یې غوښتل په ډاګه شي، د لومړي ځل لپاره د اکسیسوس خبري سایټ خپور کړی او پکې راغلي چې دا بدلونونه او وړندیزونه به غزې ته د بشري مرستو د رسیدو د ډیروالي سبب شي.
ښاغلي بلینکن او ښاغلي آسټن پدې لیک له اسرائیل غوښتي چې هره ورځ دې لږ تر لږه ۵۳۰ لاریو ته اجازه ورکړي چې غزې ته خوراکي مواد ورسوي، غزې ته د مرستو رسیدو لپاره دې د تګ راتګ پنځمه لار هم پرانیزي او چې عملیاتي اړتیا نه وي، د فلسطینیانو د تخلیې حکمونه دې بدل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د متحده ایالاتو د پخوانیو فشارونو له کبله د ۳۰۰ څخه نیولې تر ۴۰۰ پورې لاریو ته اجازه ورکول کیده چې غزې ته ننوځي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې په اوس وخت کې د دې مرستو په لیږد کې پنځوس په سلو کې کموالی راغلی.