امریکایي سرتیري د نایجر په پلازمېنه نیامي کې له پوځي اډې ووتل

سره لدې چې متحده ایالات به خپل سرتیري باسي، خو دې سرچینې ویلي چې د نایجر سره د امریکا اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پخپل حال پاتې وي.

امریکایي سرتیري یکشنبه جولاۍ اوومه (چنګاښ ۱۷) د نایجر په پایتخت نیامي کې د پوځي اډې څخه په بشپړه توګه ووتل او ټاکل شوې چې د همدې روان کال د سپټمبر میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې به د اګادیز له پوځي اډې څخه هم ووځي.

د نایجر پوځي واکمنانو همدا مهلت په دې هیواد کې میشتو امریکایي ځواکونو ته ټاکلی و.

د نایجر پوځي مشرانو د ۲۰۲۳ کال د جولاۍ په میاشت کې په کودتا کې واک تر لاسه کولو وروسته د متحده ایالاتو سره د پوځي همکارۍ تړون فسخ کړ او له دې هیواد څخه یې د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته مهلت وټاکه.

متحده ایالاتو په نایجر کې شاوخوا ۶۵۰ سرتیري درلودل چې د لویدیځې افریقا په هیوادونو کې د جهادي ډلو پر ضد ماموریتونو کې یې برخه اخیسته او د اګادیز ښار سره نږدې یې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو یوه ستره پوځي اډه درلوده.

متحده ایالاتو او نایجر د دې هیواد د نیامي اډې څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په هکله په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي: "د نایجر د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو دفاع وزارت اعلانوي چې د نیامیي ۱۰۱ نیامي اډې څخه د امریکایي ځواکونو او وسایلو وتل، بشپړل شول."

په نایجر کې چارواکو ویلي چې ښایي په سیمه ایز وخت یکشنبه ناوخته د نیامي څخه د امریکایي ځواکونو الوتکه پرواز وکړي.

د فرانس پرس خبري اژانس یو خبریال ویلي چې د نیامي په اډې کې د امریکایي ځواکونو وتلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د نایجر د وسله والو ځواکونو لوی درستیز، مامان ثاني کیاو او امریکایي جنرال کینیت اکرمان برخه اخیستې وه.

متحده ایالاتو د نایجر په مرکزي برخه کې د ۲۰۱ هوایي اډې کې سرتیري درلودل چې امریکایي ځواکونو له همدې اډې څخه د ۲۰۱۸ کال راهیسې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په وسله والو او د جماعت الاسلام والمسلمین په نامه د القاعده شبکې پورې تړلې ډلې باندې د ساحل په سیمه کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بمباري کوله.

دې پوځي اډې د متحده ایالاتو لپاره څه باندې ۱۰۰ ملیونه ډالر لګښت درلود.

سره لدې چې د نایجر پخواني حکومت د متحده ایالاتو او فرانسې سره مهمه امنیتي همکاري درلوده، خو تیر کال پوځ پدې هیواد کې تر کودتا وروسته واک تر لاسه کړ او د دې هیواد نویو چارواکو په بارکینا فاسو او مالي کې د پوځي واکمنانو سره لاس یو کړ چې هغوي هم په کودتا کې حکومتي چارې اخیستي دي، او د غربي هیوادونو سره یې پوځي تړونونه پای ته رسولي.

نایجر د لویدیځې افریقا هیوادونو اقتصادي او سیاسي بلاک هم پریښی او پداسې حال کې یې د روسیې سره اړیکې تودې کړي او د نظامي سلاکاران یې د پوځي روزنې لپاره ورغوښتي چې مسکو په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل له کبله د غربي هیوادونو د سختو بندیزونو لاندې دی.

سره لدې چې متحده ایالات به خپل سرتیري باسي، خو دې سرچینې ویلي چې د نایجر سره د امریکا اقتصادي او دیپلوماتیکې اړیکې پخپل حال پاتې وي.

دې سرچینې د امریکایي سرتیرو وتلو د نیټې په هکله څه ندي ویلي خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې ښایي څه د پاسه ۱۰۰۰ امریکایي سرتیري به په راتلونکو څو میاشتو کې د نایجر څخه ووځي.

د نایجر پوځي واکمنانو تیره میاشت وویل چې یو تړون یې په سمدستي توګه باطل کړ چې له مخې یې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت پوځي او ملکي پرسونل ته پدې هیواد کې د پاتې کیدو اجازه ورکول کیده.

سلګونو کسانو تیره اوونۍ د نایجر په پلازمینه کې مظاهرې هم وکړلې او د پوځي واکمنانو د پریکړې څخه وروسته یې د امریکایي سرتیرو د وتلو غوښتنه کوله.

د نایجر حکومت تر دې وړاندې د فرانسوي ځواکونو هم غوښتي و چې لدې هیواده ووځي او د روسیې سره یې اړیکې نږدې کړیدي.

د فرانسې تر څنګ د جرمني دفاع وزارت هم د شنبې په ورځ ویلي چې په نایجر کې به خپل نظامي ماموریت د اګست میاشتې تر ۳۱ مې پای ته ورسوي، ځکه چې د دې هیواد د پوځي چارواکو سره په خبرو کې موافقې ته ونه رسیدل.