د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه د ډسمبر تر پایه خپل ځواکونه له نایجر څخه باسي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د نایجر پوځ د جمعې په ورځ، اکتوبر ۲۰ (تلې۲۷مه) وویل، چې د فرانسوي ځواکونو لومړی جوپه به د راتلونکې سه شنبې په ورځ له دغه هیواد څخه د وتلو لپاره تیاری پیل کړي.

فرانسې وروسته له هغه له نایجر څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو پریکړه وکړه، چې د نایجر پوځ د یوې پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او له هغه هېواد څخه یې د فرانسوي ځواکونو د وتلو امر ورکړ.

له نایجر څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو تصمیم وروسته له هغه ونیول شو، چې الجزایر د نایجر له کړکیچ څخه د وتلو لپاره د منځګړیتوب هڅې وځنډولې.

د نایجر پوځ په یوې اعلامیې کې چې د دغه هیواد په ټلویزیون کې خپره شوې، ویلي چې د فرانسوي ځواکونو لومړي کاروان (جوپه) به د شنبې په ورځ د نایجر د دفاعي او امنیتي ځواکونه په بدرګې سره له دغه هېواد څخه ووځي.‌ خو په دغه اعلامیې کې د فرانسوي‌ ځواکونه د موخې په اړه چې چیرته به ځي،‌ څه نه دي ویل شوي.

د روان کال د جولای میاشتې په پای کې له پوځي کودتا لږ وروسته، د نایجر پوځیانو له دغه هېواده د فرانسوي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه. په نایجر کې نږدې ۱۴۰۰ فرانسوي سرتیري ځای پرځای دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چې له نایجر سره د ځانګړي اتحاد په لټه کې و ، د روان کال په سپټمبر میاشت کې یې د دغه هېواد د پوځ په غوښتنه، د کال تر پایه د فرانسوي ځواکونو د ایستلو خبر ورکړ.

د فرانسې ولسمشر دا پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې د نایجر پوځ د یوې کودتا له لارې د دغه هیواد فرانسې پلوه ولسمشر محمد بازوم، له واکه لرې کړ.

په نایجر کې فرانسوي ځواکونه د "افریقا په ساحلي سیمه" کې د اسلامپالو سخت دریځو سره د مبارزې د ځواکونو یوه لوی برخه ده.

د نایجر د پوځ د اعلامیې له مخې، له فرانسوي چارواکو سره له کتنو وروسته او د دوه اړخیزې موافقې پر بنسټ، د فرانسوي ځواکونو د وتلو نېټه وټاکل شوه.

د روان کال د جولای په ۲۶مه، د نایجر پوځ د هېواد ولسمشر بازوم ونیو او په کور کې یې نظر بند کړ. د پوځ مشرانو ادعا کړې، چې د دوی دغه اقدام د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د اسلامي سخت دریځو پر وړاندې د حکومت د ناکامۍ په ځواب کې کړی دی.

د نایجر پوځ د روان کال د جولای په ۲۶مه، وروسته له هغه چې د ولسمشر محمد بازوم حکومت د یوې کودتا په نتیجه کې نسکور او د هېواد واک یې ترلاسه کړ د فرانسې سفیر سیلیون ایته،‌ ته یې د اګست په ۲۵مه له دغه هېواد څخه د وتلو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړ.

خو د فرانسې حکومت، د نایجر د پوځ امر نه دی منلی، ځکه چې د دغه هیواد پوځي رژیم په رسمیت نه پیژني.

ولسمشر مکرون د سپټمبر په پیل کې وویل، چې په نایجر کې د هغه هیواد سفیر ، ډپلوماتان او د سفارت کارکوونکي "په حقیقي مانا یرغمل شوي" ځکه خواړو ته لاسرسی نلري.

تر دې وړاندې د لوېدیځې افریقا هېوادونو (اکواس) هم د نایجر پوځي رژيم ته خبرداری ورکړی و، چې واک د دغه هېواد ګوښه شوي ولسمشر محمد بازوم ته وسپاري، چې د ډیموکراتیکو ټاکنو له لارې ددغه هېواد د ولسمشر په توګه ټاکل شوی و، خو د نایجر پوځي رژیم دې غوښتنې ته اعتنا نده کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG