ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالتونه د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو غیر محرم استخباراتي راپور نن فبروري ۲۶ (کب۸) خپور کړي.
راپور د سعودي عربستان ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان د خاشقجي په وژلو تورنوي.
خاشقچي د ۲۰۱۸ د اکتوبر په دویمه نېټه په استانبول کې د سعودي عربستان په سفارت کې ووژل شو.
هغه سفارت ته بلل شوی چې بیا ژوندی راونه وت. راپورونه وايي چې د شهزاده محمد بن سلمان کسانو هغه وژلی دی.
د سعودي حکومت وروسته دا خبره ومنله چې جمال خاشقجي په غیر اصولي عملیاتو کې په تېروتنې سره وژل شوی دی، خو د هغه په وژلو کې یې د شهزاد سلمان لاس لرل رد کړل.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په تیلفون کې خبرې کړي.
سپینه ماڼۍ وايي چې دواړو خواو په سیمه کې د امنیت او د ایران پلوو ډلو د ګواښونو په وړاندې له خپلې خاورې څخه د دفاع په برخه کې له سعودي سره د امریکا په همکارۍ خبرې کړي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي دي چې یو شمېر امریکايي-سعودي فعالان خوشې شوي دي خو د خاشقجي په اړه څه ویل شوي نه دي.
د امریکا د کانګرس غړو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ څخه غوښتي وو چې د خاشقچي د وژلو په اړه غیر محرم اسناد خپاره کړي، خو هغه دا غوښتنه رد کړې وه.