امریکا ایران ته: که بیا برید وکړئ، د اسرائیل مخه نشو نیولی

اسرائیل کې یو توغندی نندارې ته ایښودل شوی چې ایران پدې هیواد وار کړی و.

متحده ایالاتو د ایران چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په اسرائیل دې بیا برید نکوي او دا یې هم ویلي چې که ایران دا کار وکړي، واشنګټن به ونشي کړی چې د اسرائیل مخه ونیسي.

د رویټرز خبري اژانس شنبه نومبر دویمه ( لړم ۱۲) د امریکایي او اسرائیلي چارواکو له قوله ویلي چې دا خبرداری ایراني چارواکو ته پدې تیرو ورځو کې پداسې حال کې ورکړل شوی چې ګنګسې دې ایران په اسرائیل باندې د تیرې اکټوبر میاشتې ۲۵ مې بریدونو په غبرګون کې د ځواب ویلو چمتوالی نیسي.

د اکسیسوس خبري اژانس بیا تر دې وړاندې په یو راپور کې د اسرائیل د استخباراتي ادارو د معلوماتو پر اساس ویلي و چې ایران ښایي د روانې نومبر میاشتې تر پنځمې نیټې وړاندې – هماغه ورځ چې په متحده ایالاتو کې د جمهوري ریاست انتخابات کیږي – په اسرائیل باندې برید وکړي.

ایران په روان ۲۰۲۴ کال کې دوه ځلې په مستقیمه توګه له خپلې خاورې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل او ټینګار دا و چې دا بریدونه یې په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله پخواني مشر، حسن نصرالله د وژلو په غبرګون کې کړیدي.

اسرائیل د دواړو بریدونو په غبرګون کې د ایران په پایتخت تهران او نورو ښارونو کې نظامي او نور اهداف وویشتل خو د اکټوبر ۲۵ مې برید څخه وروسته یې خبردرای ورکړی و، که ایران ځوابي برید وکړي سخت ګوزار به ورکړي.

متحده ایالاتو هم د خبرداري په توګه، تازه منځني ختیځ ته اضافي نظامي تجهزات او پرسونل استولي دي.

د امریکا د دفاع وزارت تیره ورځ اعلان وکړ چې منځني ختیځ ته د بلاستیک توغندیو له منځه وړونکي جنګي کښتۍ او یوه بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې چې د لیرې واټن ویشتو وړتیا لري استوي.

سره لدې چې واشنګټن تل ټینګار کړی چې په ایران د اسرائیل هیڅ برید کې یې لاس نه درلود او نه پکې امریکایي ځواکونو برخه درلوده خو د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې منځني ختیځ ته دا اضافي نظامي تجهیزات ایران ته د خبرداري په توګه استول کیږي.

د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي، "که ایران، شریکان یې یا نیابتي ډلې یې لدې شیبې ګټه واخلي، په سیمې کې په امریکایي پرسونل یا ګټو یې برید وکړي، متحده ایالات به د خپل ولس د دفاع لپاره د هر لازم اقدام کار واخلي".

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې دا څوم ځل دی چې متحده ایالات منځني ختیځ ته اضافي نظامي تجهزات او پرسونل استولي.

په عین حال کې د ایران روحاني مشر، ایات الله علي خامنه اي اسرائيل او متحده ایالاتو ته پر ایران او متحدینو باندې یې د اسرائيل بریدونو ته "د یو ځپونکي ځواب" ویلو خبرداری ورکړی دی.

خامنه اي د ایران د دولتي رسنیو له خوا په یوې خپره شوې ویډیو کې ویلي، "دښمنان که هغه صهیونیستي رژیم دی او یا د امریکا متحده ایالات، هرومرو به د هغه څه له کبله چې دوی یې له ایران، د ایران له ملت او د مقاومت له جبهې سره کوي ځپونکی ځواب ترلاسه کړی. "

د ایران ۸۵ کلن مذهبي‌ مشر له دې وړاندې د اسرائيل د برید په اړه ډېر په احتیاط څرګندونې کړې وې او ویلي یې و چې چارواکي به د ایران ځواب ته پاملرنه وکړي او د اسرائیل د برید په اړه باید "مبالغه ونشي‌ او یا بې ارزښت ونښودل" شي.

دا ټول داسې مهال کیږي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه په غزې کې حماس او په لبنان کې د حزب الله پر ضد جنګیږي ؛ په ایران تور دی چې دې دواړو "نیابتي ډلو" ته نظامي او نورې مرستې ورکوي.