سپینه ماڼۍ: په عراق کې په امریکايي ځواکونو باندې د برید ځواب ورکوو 

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاړر مرستیال جان فینر

سپینې ماڼۍ د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۱ (سلواغه لومړۍ) وویل چې په عراق کې د امریکايي ځواکونو په مرکزې باندې د ایران-پلوه ملېشو برید «ډېر جدي» ګڼي او ځواب به یې ووايي.

سپینه ماڼۍ وايي چې د شنبې په ورځ ناوخته په عراق کې د الاسد په هوايي اډې باندې د «بالستیک میزایلو او توغندیو» په بریدونو کې یو امریکایی او بل عراقی ژوبل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د مشاور مرستیال جان فینر وویل: «د بالستیک میزایلو د وړتیا څخه په کار اخیستو سره دا یو ډېر جدي برید و او رښتینی خطر یې پېښ کړی دی.»

هغه وویل چې په داسې حالاتو کې د بریدونو د مخنیوي لپاره به «موږ ځواب ووایو، چې له هغو ډلو سره حساب او کتاب وشي چې پر موږ بریدونه» کوي.

نوموړي د اې بي سي تلویزون ته وویل: «تاسو ډاډه اوسئ چې موږ دا جدي ګڼو.»

فینر او د امریکا د دفاع وزارت مقامات وايي چې په پوځي اډې باندې اکثریت توغول شوي توغندي خنثی شوي دي.

په عراق کې د متحدو ایالتونو ۲۵۰۰ او سوریې کې ۹۰۰ عسکر دېره دي چې د ایتلاف له نورو عسکرو سره یو ځای د داعش په ضد جنګېږي. ا

امریکايي چارواکي‌ وايي د اکتوبر میاشتې راهېسې په دغو امریکایي ځواکونو باندې لسګونه بریدونه شوي دي. د اکثریت دغو بریدونو مسئولیت په عراق کې «اسلامي مقاومت ډلې» اخیستی دی.

دغه ډله د غزې په جګړې کې د اسرائیل د ملاتړ له کبله د متحدو ایالتونو د دریځ په ضد ده. په امریکايي ځواکونو باندې د بالستیک میزایلو بریدونه د تاوتریخوالي زیاتوالی په ګوته کوي، تر دې مخکې دغو ډلو په خپلو بریدونو کې د ساینس له پلوه د ټېټې کچې توغندي او بې پیلوټه الوتکې کارول.

دا بریدونه د اکتوبر په اوومې نېټې د اسرائيل او حماس له بریدونو وروسته زیات شوي دي.

په همدې حال کې په عراق کې د متحدو ایالتونو سفیرې الینا رومانوفسکي د یکشنبې په ورځ د عراق له پخواني صدراعظم نوري المالکي سره لیدلي دي. المالکي د عراق په سیاست کې یوه مهمه څېره بلل کېږي، د هغه دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دواړو خواو د بغداد او واشنګټن د دوه اړخیزو اړیکو په ارزښت او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کچې د زیاتېدو په اړه خبرې وکړي. اعلامیه وايي چې دواړو خواو د همکاریو د زیاتوالي په ارزښت هم غږېدلي دي.