د بایډن ادارې افغانانو ته د کډوالۍ ۳۴ زره ځانګړې ویزې صادرې کړي دي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې خپلې چارې له قطر څخه پرمخ بیایي وايي، چې د بایډن د ادارې د کار له پیل راهیسې د روان کال تر اګست میاشتې پورې افغانانو ته د کډوالۍ ۳۴ زره ځانګړې ویزې ورکړل شوې دي.

د امریکا سفارت د جمعې په ورځ اګسټ ۲۵ (وږي ۳) په ایکس شبکې لیکلي چې دا بهیر د امریکا قونسلي مامورینو په ټوله نړۍ کې ترسره کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا سفارت ویلي: "متحده ایالات له هغو افغانانو سره مرستې ته ژمن پاتې کیږي چې زموږ تر څنګ یې کار کاوه. زموږ کار به ونه درېږي. خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې څه دپاسه ۱۵۲ زره افغانان چې په افغانستان کې یې له مېشتو امریکايي پوځیانو سره کار کړی و، امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې غوښتنه یې کړې ده.

د شمېرو له مخې لاهم امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام غوښتونکو لپاره ۱۷ زره مرکبې فامیلي ویزې پاته دي.

یو شمېر امریکايي قانون جوړونکو یوه طرحه وړاندیز کړی چې تر ۲۰۲۹ کال پورې متحده ایالاتو ته د کډوالۍ ۲۰ زره ځانګړې ویزې د شرایطو وړ افغانانو ته په پام کې ونیول شي.
خو د جولای په میاشت کې د امریکا د استازو جرګې د دغه هېواد په کلنۍ دفاعي بودجه کې امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام تمویل شامل نه کړ.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت د ویزې (اس ای وي) پروګرام د نه تخصیص په ګډون ددې طرحې له ځینو برخو سره موافق نه دی.

سره له دې چې د ولسمشر جو بایډن ادارې د 'اس ای وي' پروګرام ملاتړ کړی، خو د بودجې په هغه طرحه کې چې د امریکا د کانګرس د استازو جرګې له خوا تصویب شوی نه یې تر ۲۰۲۴ مالي کال پورې افغانانو لپاره د ۲۰ زره ځانګړو مهاجرو ویزو حد زیات کړی او نه هم یې دا پروګرام غځولی چې ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۳۱ پای ته رسیږي.

د متحده ایالاتو کانګرس په ۲۰۰۹ کې د افغان متحدینو د ساتنې لایحه تصویب کړه، چې دې اقدام د 'اس ای وي' پروګرام پلي کولو ته زمینه برابره کړه. د دې پروګرام له مخې، هغه افغان ترجمانان چې د متحده ایالاتو اردو یا د متحده ایالاتو د حکومت لپاره یې کار کاوه کولای شي په متحده ایالاتو کې د دایمي استوګنې یا شین کارت [ګرین کارت] غوښتنه وکړي.

له ۲۰۰۹ کال څخه تر اوسه پورې سل زره افغانان د خپلو کورنیو سره د مهاجرت په ځانګړې ویزې امریکا ته راغلي دي. خو که د امریکا د دفاعي بودجې نوی طرحه دغه پروګرام ونه غځوي، دا بهیر به د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر وروسته ودریږي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند تائید کړه چې د افغانانو د بیا میشتیدنې الوتنې د "جون له نیمایي راهیسې" ځنډول شوي، خو هیله یې څرګنده کړه چې دا الوتنې به ژر پیل شي. هغه د عملیاتي حساسیت له امله د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.

په امریکا کې د مستحقو افغانانو د میشت کولو په چارو کې ښکېلو چارواکو له کابل څخه د الوتنو د ځنډېدو په اړه بېلابېل توضیحات ورکړي دي. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د خپلو داخلي مخالفتونو له امله دغه الوتنې بندې کړي دي.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ویلي چې د افغانانو د بیا میشتیدنې پر الوتنو باندې له کوم بنديز څخه خبر نه دى.

یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې متحدو ایالتونو دا الوتنې ځکه بندې کړې چې د ده په خبره د طالبانو مشرانو له چارټر شوو الوتنو څخه ګټه پورته کوله چې ښايي پر طالبانو د امریکا د اقتصادي بندیزونو څخه سرغړونه وي.