متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغې ۲۶) په رسمي ډول له هندوراس څخه وغوښتل چې د هغه هیواد پخوانی جمهور رئیس خوان اورلانډو هرناندز چې د واشنګټن په وینا، د مخدره موادو په قاچاقو کې لاس لري، امریکا ته وسپاري.
د هندوراس پولیسو د سه شنبې په ورځ د امریکا په غوښتنه ښاغلی هرناندز ونیو.
د هغه هیواد پخوانی جمهور رئیس چې درې اوونۍ مخکې له واک څخه ګوښه شوی، د سه شنبې په ورځ د هندوراس په پلازمینه تګوسیګالپا کې په خپل کور کې په داسې حال کې ونیول شو چې لاسونه اوپښې یې په زنځیرونو تړل شوې وې او د مرمۍ ضد چمپر یې اغوستی وو.
له دې وړاندې د هندوراس د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي وو چې په هغه هیواد کې د امریکا سفارت په رسمي ډول هغه هیواد ته د هندوراس د یوه سیاستوال د سپارلو غوښتنه کړې وه.
ښاغلی هرناندز وروسته له هغه امریکا ته د استرداد په هدف د څار لاندې ونیول شو چې CNN تلویزیون امریکا ته د نوموړي د سپارلو په اړه د واشنګټن د غوښتنې تصاویر خپاره کړل.
راپورونه وایي چې لومړی څو پولیسو د یاد هیواد په پلازمینه ټګوسیګالپا کې د پخواني جمهور رئیس کور کلابند کړ. د هندوراس عالي محکمه ټاکل شوېده امریکا ته د خپل پخواني جمهور رئیس د سپارلو د تقاضا د بهیر د څار لپاره یو قاضي وټاکي.
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د فبروري میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې قوي راپورونه شته یا ښاغلی هرناندز په پام وړ فساد کې لاس لري او یا یې هم د اداري فساد او د نشه یي توکو د قاچاق لپاره زمینه مساعده کړې ده.
ښاغلي بلینکن ویلي چې د هندوراس پخواني جمهور رئیس د اداري فساد او د نشه یي توکو د قاچاقو له لارې خپل سیاسي فعالیتونه تمویل کول.
د هندوراس د کانګرس پخوانی غړی ټوني هرناندز تیر کال په متحدو ایالتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په ابدي بند محکوم شو.