پنټګان: څارنوالانو د سپتمبر د ۱۱ بریدونو له اصلي طراح سره تفاهم وکړ

د ۲۰۱۱ د سپتمبر په ۱۱مه په نیویارک کې له نړیوال تجارتي مرکز سره دوې الوتکې وجنګول شوې

د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت (پنټګان) د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۳۱ (زمری لسمه) په یوې اعلامیې کې وویل چې څارنوالان د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱ د ترهګریزو بریدونو د اصلي طراح په ګډون له دریو تورنو سره تر محکمې مخکې جوړ جاړي ته رسېدلي دي.

په دغو بریدونو کې درې تورن کسان خالد شیخ محمد، ولید محمد صلاح بن مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الهوساوي یو تفاهم ته سره رسېدلي، چې د راپورونو په اساس دوی به په خپل جرم اعتراف کوي او په بدل کې به د اعدام د سزا له محکمې سره نه مخامخ کېږي.

دغه درې واړه تورن د ګوانتنامو په زندان کې ساتل کېدل او د دوی قضیه څو کالونه روانه وه.

پنټګان ویلي دي چې د اوس لپاره د دغه تفاهم جزیات علني نه دي او دوی هم په دې اړه هېڅ جزیات نه دي خپاره کړي‌ او وړاندې کړي.

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د راپور په اساس، دغو دریواړو منلې ده چې د ابدي زندان په بدل کې به په خپل جرم اعتراف وکړي.

تېرکال څارنوالانو همدغسې یو وړاندیز کړی و، خو د سپتمبر ۱۱ په بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو په دې اړه د نظر اختلاف درلوده او ځینې یې اوس هم دغو تورنو کسانو ته د اعدام سزا غواړي.

دغه درې واړه د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱ په بریدونو کې په لاس لرلو محکوم او تورن شوي ‌وو او بیا په ۲۰۲۱ کال کې هم محاکمه او تورن شول.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۱مه نېټه دوې غبرګې مسافر وړونکې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال تجارتي مرکز له غبرګو ودانیو سره وجنګول شوې. په دغو بریدونو کې د راپورونو په اساس څه باندې ٢٩٠٠ کسان ووژل شول او ٦٠٠٠ نور ژوبل شول. امریکا د القاعده ډله، چې هغه وخت یې مشر په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کاوه، تورنه کړه چې دا بریدونه یې کړي دي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن وواژه او ځای ناستی یې ایمن الظوهري دوه کاله مخکې په کابل کې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.

دا مطلب د پنټاګون د اعلامیې او فرانس پرس د راپور په اساس لیکل شوی دی.