په امریکا باندې د سپتمبر د ۱۱ تروریستي بریدونه او پایلې یې

۱
۱۱ سپتمبر ۲۰۰۱
د القاعده شبکې ترهګرو دوه مسافر وړونکې الوتکې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز په دوو برجونو او یوه الوتکه د امریکا د دفاع وزارت سره ټکر کړې او بله الوتکه یې د امریکا د پنسلوانیا ایالت د یوې کلیوالي سیمې په یوه کرونده کې نسکوره کړه چې په پایله کې یې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

۲
۱۸ سپتمبر ۲۰۰۱
د متحده ایالاتو کانګرس د د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د پلان جوړونکو او مرتکبینو په نښه کولو لپاره د نظامي ځواک کارولو قانون تصویب کړ.

۳
۲۰ سپتمبر ۲۰۰۱
جورج بوش له طالبانو وغوښتل چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن متحده ایالاتو ته وسپاري او ددې شبکې غړي له افغانستان څخه وشړي، چې طالبانو ونه منله.

۴
۷ اکتوبر ۲۰۰۱
د امریکا او بریتانیا هوایي ځواکونو د القاعده د روزنیزو مرکزونو او د طالبانو د پوځي تاسیساتو د له منځه وړلو په مقصد پر افغانستان یرغل پیل کړ.