امریکا د سینکیانګ په مشرانو بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتو د چین د سینکیانګ د نیمه خودمختارې سیمې په دوو سیاسي مشرانو چې دواړه یې اویغوران دي، نن جمعه ډسمبر ۱۰(لیندۍ۱۹) بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت د شهرت ذاکر چې د ۲۰۱۸ نه تر ۲۰۲۱ پورې ددې نیمه خودمختارې سیمې مشر و او اوسني مشر ارکین تونیاز نومونه د بندیزونو په لیست کې شامل کړل.

پدې دواړو تور دی چې د بشري حقونو په سرغړاونو کې لاس لري.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت همدرانګه د SenseTimeپه نامه د مصنوعي ذکاوتپه یو شرکت هم بندیزونه ولګول چې د سینکیانګ په سیمه کې د اویغوریانو د پیژندګلوۍ په خاطر یې د چین د عملیاتو لپاره د مخ پیژندنې سافټ ویر جوړ کړی.

تر دې مخکې هم د امریکا حکومت هم په ځینو چینایي شرکتونو باندې د چین د هغوی دولتي چارواکو او ادارو سره، چې د بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي، د ګډ کار کولو له کبله بندیزونه لګولي‌وو.

د امریکا حکومت له امریکایي شرکتونو څخه هم غوښتي چې له دا ډول افرادو او شرکتونو سره معاملې ونکړې.

د امریکا د خزانې وزارت تر د وړاندې د سین کیانګ د تولید او رغونې شرکت، د دې شرکت د ګوند د پخواني عمومي منشي او د ګوند د مرستیال نومونه په تور لست کې شامل کړل.

پدې کسانو تور دی چې د سین کیانګ په ایالت کې قومي اقلیتونو سره د بشري حقونو په جدي سرغړونو کې لاس لري.

چین د سین کیانګ په ایالت کې د اویغور مسلمانانو سره ناوړه چلند ردوي او وایې چې پدې کمپونو کې ایغوریانو ته مسلکي روزنې ورکول کیږي چې د افراطیت مخه پکې ونیول شي.