امریکا او بریتانیې په یمن کې د حوثیانو په مرکزونو بیا بریدونه کړي

متحده ایالاتو او بریتانیې جمعه جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) په ډاګه کړله چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو په مرکزونو د لومړي برید څخه نیم یا یو ساعت وروسته دویم برید هم کړی چې ګڼ شمیر اهداف پکې په نښه شوي و.

دې دواړو هیوادونو همدارنګه ویلي حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، ښایي دې بریدونو ته ځواب ووایي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یو چارواکي د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۲ د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو ارزونو له مخې په لومړي برید کې په ۱۶ بیلا بیلو سیمو کې ۶۰ اهداف په نښه شوي.

دې چارواکي ویلي چې بریدونه بریالي و او د نورو بریدونو کولو لپاره یې د حوثي یاغیانو وړتیا د "پام وړ" توګه کمه کړې.

د امریکا دې چارواکي همدرانګه وویل چې د بریدونو په هکله "جامع" اروزنه روانه ده.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د پوځ عمومي لوی درستیز رئیس، ډګر جنرال ډوګلاس سیمز ویلي "پوره ډاډ لري چې پدې بریدونو کې کوم ځایونه لګیدلي" خو تر څنګ یې دا هم وویل چې "په اوس وخت کې د جګړې د زیان بشپړه ارزونه نشته".

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ بیا ویلي چې جنګي جیټ الوتکو، د بحري ځواکونو جنګي کښتیو او اوبتلونو په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې ۱۶ سیمو کې تر ۶۰ ډیر ځایونه ویشتي چې د سوق ادارې مرکزونه، د مهماتو ډیپوګانې، د توغندیو او ډرون الوتکو وارولو سیستیمونه او د تولید تاسیسات پکې شامل دي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي نظامي چارواکي وویل چې د لومړي برید څخه نیم یا یو ساعت وروسته په ۱۲ نورو موقعیتونو د بریدونو دویمه څپه هم وشوه.

جنرال سیمز وویل د بریدونو په دویمې څپې کې هغه اهداف په نښه شوي و چې داسې مواد پکې ځای پر ځای شوي چې ښایي په ځواکونو او کښتیو د بریدونو لپاره ترې کار اخیستل شوی و.

امریکایي چارواکو ویلي چې د بریدونو پدې څپو کې ټول ټال ۱۵۰ مهمات وار شوي چې د دقیق هدف ویشتلو لپاره د لارښوونې توان لري.

د متحده ایالاتو تر څنګ د بریتانیې دفاع وزارت هم د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ټایفون په نامه څلورو جنګي جیټ الوتکو چې په هوا کې تیلو اچولو ټانکر ورسره و، په یمن کې یې د حوثیانو په دوو مرکزونو بریدونه کړي.

دې وزارت ویلي چې دا بریدونه د یمن په شمال لویدیځ کې شوي چې په یوه کې یې د ډرون الوتکو توغولو یو مرکز او په بل برید کې یوه هوایي اډه په نښه شوې وه چې په سرې بحیرې کې په کښتیو د کروز توغندي او ډرون یا بې پیلوټه الوتکې واریدې.

د وزارت په اعلامیې کې راغلې، " د لومړنیو نښو څرګندیږي چې په کښتیو د بریدونو لپاره د حوثیانو وړتیا ته ضربه رسیدلې".

دا مطلب هم ولولئ امریکا او بریتانیا په یمن کې په حوثیانو برید کړی؛ سعودي اندېښنه ښودلې

امریکایي چارواکو دا هم ویلي چې حوثي یاغیان ښایي د دې بریدونو غچ اخیستو لپاره ځیني اقدامات وکړي.

جنرال سیمز وایي چې د حوثي یاغیانو هلې ځلې "بې ثمره" دي او هیله یې څرګنده کړه چې د دې بریدونو په مقابل کې کوم عکس العمل څرګند نکړي.

هغه زیاته کړه، " ګمان مې دا دی چې حوثیان دا معلوموي چې څومره وړتیاوې یې پاتې دي. د هغوي غبرګون تر دې دمه ډیر قوي او لوړ دی او توقع لرم چې د یو ډول غچ اخیستو کوښښ به وکړي".

دا مطلب هم ولولئ سپینه ماڼۍ: واشنګټن د ایران سره د 'شخړې په لټه کې نه دی'

سپینې ماڼۍ هم د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ که د حوثیانو بریدونه ادامه پیدا کړي، د نورو عواقبو سره به مخ شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند وویل چې جمهور رئیس جو بایډن به "زمونږ د سرتیرو، تاسیساتو او نړیوالې سوداګرۍ د خوندیتوب لپاره د نورو اقداماتو په کولو کې زړه نا زړه نه وي".