د یمن په ساحل کې د امریکا پر یوې بار وړونکې کښتۍ برید شوی - راپور

د امبري په نوم ادارې په وینا، په دغې کښتۍ کې، چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ ورباندې دی، اور لګیدلی، خو لا هم په سمندر کې د سفر کولو وړتیا لري.

د بریتانیا د سمندري امنیت د څار یوې ادارې د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) وویل چې د یمن په ساحل کې د امریکا پر یوې باروړونکې بیړۍ باندې د توغندي برید شوی دی.

له دې یوه ورځ وړاندې، د متحده ایالاتو پوځ ویلي وو چې ځواکونو یې په سرې بحیرې کې پر خپلې یوې سترې جنګي بیړۍ باندې د حوثي یاغیانو لخوا وار شوی د کروز توغندی له منځه وړی دی.

د "امبري" په نوم د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د امنیت ادارې په خپل وبسایټ کې پرته له دې چې نور جزئیات وړاندې کړي، راپور ورکړ چې "بیړۍ له پورته څخه په توغندي ویشتل شوې ده."

ددې ادارې په وینا، په دغې کښتۍ کې، چې د مارشال ټاپوګانو بیرغ ورباندې دی، اور لګیدلی، خو لا هم په سمندر کې د سفر کولو وړتیا لري.

د امبري په بیان کې ویل شوي چې، "د ارزونو له مخې، دا برید په یمن کې د حوثيانو پر پوځي هدفونو باندې د متحده ایالتونو د بریدونو په ځواب کې د متحده ایالتونو ګټې په نښه کوي"، او زیاته کړې یې ده چې دا کښتۍ "په اسرائیل پورې تړلې نه ده."

دا مطلب هم ولولئ امریکا: په سرې بحیرې کې مو د حوثیانو د کروز وار شوی توغندی شنډ کړی

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو چې د یکشنبې په ورځ یې د امریکا پر یوې پوځي کښتۍ د کروز توغندی وار کړی و، د وروستي برید په اړه په سمدستي توګه څه نه دي ویلي.

حوثي یاغیانو له دې وړاندې، د اسرائیل او حماس د جګړې په اعتراض کې، له اسرائیل سره تړلې کښتۍ په نښه کړي دي.

امریکايي او بریتانوي ځواکونو د جمعې په ورځ په یمن کې د یاغیانو پر اهدافو بریدونه پیل کړل، او دا وېره یې زیاته کړې چې د اسرائیل او حماس جګړه کیدای شي سیمې ته خپره شي.