امریکا د بولټن د وژنې د توطیې د ایراني‌ طراح په اړه د معلوماتو بدل کې ۲۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه

جان بولټن د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی مشاور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمه) د هغو معلوماتو په بدل کې، چې د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د پخواني مشاور جان بولټن د ترور د اصلي ایراني طراح د موندلو سبب شي، ۲۰ میلیون ډالر جایزه اعلان کړه.

د بهرنیو چارو وزارت د ایکس په ټولنیزې شبکې کې دغه ایرانی شهرام پورصفي معرفي کړی چې د مهدي رضايي په نوم هم پېژندل کېږي.

د دغه راپور په اساس، شهرام پورصفي د ایران د سپاه پاسدارن غړی دی چې «د دغه راپور په اساس د سپاه پاسداران د قدس ځواک په استازیتوب یې هڅه کړې چې د جان بولټن د وژلو لپاره یو نړیوال اجرتي قاتل وګماري».

د عدالت لپاره د جایزې ورکولو د پروګرام په ایکس حساب کې لیکل شوي: «د ۲۰۲۱ د اکتوبر څخه د ۲۰۲۲ تر اپریل پورې پورصفي په تهران کې د رمزي (کوډ شوي) پیغامونو له لارې هڅه کړې چې د ۳۰۰زره ډالرو په بدل کې د جان بولټن د وژلو لپاره د متحدو ایالتونو په واشنګټن ډي سي او یا مریلنډ کې جنایتکار افراد وګماري.»

د دغو معلوماتو لپاره، پورصفي هغه قاتل ته،‌ چې وروسته د امریکا د فدرال تحقیقاتي ‌ادارې اطلاعاتي سرچېنه شو، ویلي وو چې «د بولټن په وژلو کې له بریالیتوب وروسته د هغه لپاره د وژنې یو بل ماموریت هم» لري.

د سپاه پاسداران دا غړی له متحدو ایالتونو څخه د باندې اوسېږي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت تېرکال د ۱۳۲۲۴ اجرايي فرمان په اساس پورصفي د بولټن د وژنې په توطیې کې د ونډې لرلو له کبله د «یو بهرني ځانګړي ترهګر» په توګه وپېژنده.

خو د ایران حکومت د جان بولټن د وژلو توطیه رد کړې او هغه «افسانه» بللې ده.

جان بولټن، چې د امریکا د سیاست یوه مشهوره څېره او د ایران سر سخت منتقد دی، د ۲۰۱۸ د اپریل څخه د ۲۰۱۹ تر ډسمبر پورې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا مشاور و. هغه د ۲۰۰۵ څخه نیولې تر ۲۰۰۶ پورې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو سفیر و.

جان بولټن د ایران او د نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون سرسخت مخالف و. پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت، جان بولټن د ټرمپ دا کار ستایلی و.