سپینه ماڼۍ: واشنګټن د ایران سره د 'شخړې په لټه کې نه دی'

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي

په یمن کې د ایران له ملاتو څخه د برخمنو حوثي یاغیانو پر پوستو د امریکا له بریدونو سره سره، د متحده ایالاتو د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۲ (مرغومي ۲۲) وویل چې واشنګټن له تهران سره د شخړې په لټه کې نه دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له "ام اس ان بي سي " ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا او متحدینو یې په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو باندې د حوثي یاغیانو د توغندیو د بریدونو د مخنیوي لپاره برید کړی.

کربي وویل: "موږ له ایران سره د شخړې په لټه کې نه یو. موږ د شخړو د پراخولو په لټه کې نه یو او هغه څه چې په تیرو څو ورځو کې پیښ شول، د شخړې د پراخیدو لپاره هیڅ دلیل نشته."

هغه زیاته کړه: "پرته له دې چې څه پیښ شول... موږ پوهیږو چې ایران د حوثیانو ملاتړ کوي. موږ پوهیږو چې دوی [ایران] هغوی ته توغندي او بې پیلوټه الوتکې ورکوي، هغه څه ته ورته شیان چې دوی یې د کښتیو د برید لپاره کارولي."

کربي همداراز تهران ته خبرداری ورکړ چې "موږ ایران ته دا خبره واضحه کړې چې له دې ملاتړ څخه لاس واخلي."

یوه ورځ وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې امریکایي او بریتانوي ځواکونو د هغه په امر په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي، حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا او بریتانیا ګټې دوی ته "مشروع هدفونه" دي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند د یمن حوثي یاغیانو ته د غبرګون ښودلو په اړه خبرداری ورکړی دی. کربي د ولسمشر بایدن د اعلامیې په اساس وویل: "هغه (بایډن) دا حق خوندي کوي او د نورو اقداماتو څخه به ډډه ونه کړي."

بایډن ویلي چې دا بریدونه په سور سمندر کې په نړیوالو کښتیو باندې د حوثیانو د بریدونو په "مستقیم ځواب" کې شوي، کوم چې د سپینې ماڼۍ په وینا ، امریکایی پرسونل، ملکیان او شریکان یې په خطر کې اچولي او تجارت او د سمندري تګ راتګ ازادي یې ګواښلې ده. ولسمشر بایډن ویلي دي چې دا بریدونه پر بیړیو باندې د یمن د حوثي یاغیانو د برید کولو د وړتیا د پای ته رسولو لپاره طرح شوي دي.

د حوٍثي یاغیانو پر مرچلو باندې د امریکا او بریتانیا د پنجشنبې د ورځې له بریدونو وروسته د امریکا د دفاع وزیر وویل چې دغو عملیاتو د حوثي‌ جنګیالیو د رادار سیستم، میزایل او د بې پیلوټه الوتکو ظرفیت په نښه کړي چې د دغې ډلې د بریدونو توان کمزوری کړي.

د امریکا، بریتانیا، جنوبي کوریا، نیوزلنډ، هالنډ، جرمني، ډنمارک، کاناډا، بحرین او استرالیا حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي چې د خبرداریو سره سره بیا هم حوثي جنګیالیو په سرې بحیرې کې خپل بریدونه ونه درول او د امریکايي او بریتانوي کښتیو په ګډون یې څو کښتۍ په نښه کړې.

حوثي تندلاري چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي او د یمن په ډېرې برخې کنترول لري، په وروستیو اوونیو کې یې په سرې بحیرې کې د باب المندب په تنګي کې د نړیوالو کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی و. دوی وايي چې دا بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د بریدونه په ځواب کې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت د شمیرو له مخې د اکتوبر له اوومې نېټې د حماس او اسرائیل ترمنځ له جګړې د پیل راهیسې حوثي یاغیانو په سرې بحیري او اسرائیل کې په هدفونو باندې د بې پيلوټه الوتکو او میزایلو ۱۰۰ بریدونه کړي دي.

ددې ډلې بریدونه ددې سبب شوي چې څه باندې ۲۰۰۰ کښتۍ خپلې لارې بدلې کړي او او زرګونه کیلو میتر اضافه مزل وکړی چې خوندي پاته شي.

حوثي جنګیالي ادعا کوي چې د اسرائیل او پدغه هېواد پورې اړوند کښتۍ په نښه کوي او تر څو پورې چې په غزې کې یې عملیات روان وي، دوی به هغه کښتۍ هم په نښه کوي چې د اسرائیل په لوري روانې وې.

ددې رپوټ په برابرولو کې د فرانس پرس اژانس د رپوټ نه کار اخیستل شوی.