د امریکا د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۸) وویل چې د ګوانتانامو له زندان څخه یې دوه مالیزیايي وګړي خوشې کړل او اوس ۲۷ تنه لا هم په دغه زندان کې بندیان دي.
د امریکا د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي، دغه دوه تنه محمد فاروق بن امین او محمد نذیر بن لیپ نومیږي چې د "جنګ له قانون څخه د سرغړونې په ترڅ کې د قتل په ګډون په قصدي ډول د جدي جسمي ټپي کول، دسیسې او د جګړې له قانون څخه په سرغړونې د ملکیتونو ویجاړول په کې شامل دي."
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، دغو دواړو په ۲۰۰۲ کال کې د بالي په شپني کلبونو او په ۲۰۰۳ کې د جاکارتا په یو هوټل باندې د بریدونو د اصلي عاملینو باندې په شاهدي ورکولو کې همکاري کړې ده.
دغو دوو تنو ته د شاوخوا پنځه کلونو توقیف سزا تصویب شوې وه او "سپارښتنه شوې وه چې دغه دوه کسان کوم دریمګړي هیواد ته واستول شي چې د خپلې سزا پاتې برخه پوره کړي."
د دوی د خوشې کیدو اعلان یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د امریکا د دفاع وزارت وویل چې یو کینیايي تبعه بیرته خپل هیواد ته ستون کړای شوی دی. په دې توګه اوس د ګوانتانامو په زندان کې د نژدې ۸۰۰ بندیانو له ډلې څخه یواځې ۲۷ تنه پاته دي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل چې له دوی څخه ۱۵ یې د لیږد وړ دي. درې تنه یې د احتمالي خوشې کیدو لپاره د بیاکتنې وړ دي، اوه تنه یې د تورونو سره مخ دي او دوه تنه یې محکوم شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن چې د ولسمشرۍ دوره یې په پای ته رسیدو ده د ۲۰۲۰ کال تر ټاکنو دمخه ژمنه کړې وه چې د ګوانتانامو زندان د تړلو هڅه به وکړي، خو دا زندان لا هم ندی تړل شوی.