عراق کې د داعش په خلاف د نړیوال ائتلاف ماموریت بل کال ختمېږي

په واشنګټن او بغداد کې چارواکو جمعه سپټمبر ۲۷ ( تلې شپږمه) ویلي چې ټاکل شوې په ۲۰۲۵ کال کې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ماموریت چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف مبارزه وه، په دوو پړاونو کې پای ته ورسیږي.

ائتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته تر هغه عراق او سوریې ته ولاړل چې داعش وسله والو د دې دواړو هیوادونو ډیرې برخې ونیولې او په سوریه کې یې خپل "خلافت" هم اعلان کړ.

د عراق او متحده ایالاتو جګپوړو چارواکو له څو میاشتو راهیسې پدې هکله خبرې کولې خو د جمعې په ورځ یې په ګډې اعلامیې کې وویل چې د ائتلافي ځواکونو ماموریت به د ۲۰۲۵ میلادي کال د سپټمبر تر پایه ختم شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګان د ویاند مرستیالې سبرینا سینګ د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د داعش په خلاف ماموریت به د عراق حکومت سره په دوه اړخیز شراکت بدل شي.

میرمن سینګ د همدې موضوع په هکله د امریکا غږ یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، " متحده ایالات له عراق څخه نه اوځي، زه یې نور جزیات نشم درکولی چې دا شراکت به څرنګ وي".

د متحده ایالاتو د حکومت جګپوړو چارواکو ویلي چې د ماموریت پای رسیدل به دوه پړاوه ولري چې لومړی یې په سمدستي توګه پیلیږي او په همدې پړاو کې به ائتلافي ځواکونه په عراق کې خپل ماموریت پای ته ورسوي.

دویم پړاو یې چې د بل کال په سپټمبر کې پیلیږي، د امریکایي چارواکو په وینا یو څه شمیر ائتلافي ځواکونه به په عراق د یو بل کال پورې پاتې شي او یوازې په سوریې کې د داعش په خلاف ضد مبارزې کې به همکاري کوي.


متحده ایالات اوس مهال په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتیري لري او د دواړو هیوادونو په ګډې اعلامیې کې ندي ویل شوي چې څومره دا سرتیري به هلته پاتې وي.

د دفاع وزارت یوې چارواکي ویلي چې د امریکایي سرتیرو او دا چې په کومو ځانګړو اډو کې به پاتې وي، جزیات نشي ورکولی خو دومره یې د دوه اړخیز شراکت څرنګوالي په هکله به د عراقي چارواکو سره خبرې فعالې ساتي.

په ګډې اعلامیې کې هم ډیر جزیات ندي ورکړل شوي او یوازې همدومره یادونه شوې چې عراق به د متحده ایالاتو او د ائتلاف نورو غړیو سره د "دوه اړخیزو امنیتي اړیکو په هکله هر چیرته چې مناسب وي، تعامل جاري وساتي".

امریکایي ځواکونو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق یرغل وکړ، د دیکتاتور صدام حسین رژیم یې ړنګ کړ او په ۲۰۱۱ کال کې له هغه هیواد څخه ووتل.

خو د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې ځای په ځای شول چې د داعش ډله، چې هغه وخت یې په عراق او سوریې خپل خلافت اعلان کړی و، وځپي.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

سره لدې چې په عراق کې امریکایي او نور نړیوال ځواکونه د بغداد په بلنې دې هیواد کې ځای پر ځای دی خو د زرو په شاوخوا کې امریکایي ځواکونه چې په سوریې کې د کردي ځواکونو سره په ګه د داعش په خلاف جګړه کوي، د دمشق اجازې پرته هلته دیره دي.

امریکایي ځواکونه د عراق د حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي تر څو پرې نږدي داعش ډله پدې هیواد کې بیا سر راپورته کړي.


تر دې وړاندې د عراق د دفاع وزیر، ثابت العباسي تیره میاشت ویلي و چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه به د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر تر پایه په مرکز بغداد او نورو فدرالي سیمو کې له نظامي اډو ووځي او د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پورې به د نیمه خپلواکې کردستان سیمه هم پریږدي.