د متحده ایالاتو پوځ وایي یکشنبه ډسمبر اتمه ( لیندۍ ۱۸) یې په سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې څه د پاسه ۷۵ اهدافو باندې هوایي بمبارۍ کړي خو د مرګ ژوبلې او زیان په هکله یې څه ندي ویلي.
د پوځ مرکزي قوماندانۍ سنټکام په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې هوایي بمباریو کې بي -۵۲، ایف -۱۶ او اې-۱۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې وه.
د پوځ په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دا هوایي بمبارۍ یې ولې کړیدي خو دا تازه بریدونه داسې مهال شوي چې د حیات تحریر الشام په نامه وسله والو د سوریې پایتخت دمشق نیولی او جمهور رئیس بشارالاسد د راپورونو له مخې مسکو ته د خپلې کورنۍ سره تښتیدلی دی.
متحده ایالات په عراق کې تقریباً ۲۵۰۰ او په ګاونډي هیواد سوریې کې بیا نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي او د کردي ملیشو سره په ګډه نه پریږدې چې داعش پدې سیمې کې بیا سر راپورته کاندي.
سره لدې چې په سوریې او عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډله له منځه تللې خو لا هم ددې ډلې ځیني وسله وال په لیرې پرتو سیمو کې پراته چې وخت ناوخته په سیمه ایزو ځواکوانو او ملکیانو باندې بریدونه کوي.
امریکا د همدې روان میلادي کال د سپټمبر میاشتې په ۲۴ مې نیټې هم د داعش او القاعده شبکې په مرکزونو بمباري کړې وه.
دا مطلب هم ولولئ امریکا د سوریې په ختیځ کې د وسلو څو اهداف ویشتلي ديد متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي و چې ددې برید په هکله ویلي و چې په دوو جلا عملیاتو کې ۳۷ تندلاري وژل شوي و چې په کې د داعش او د القاعده شبکې اړوند د حراسالدین د تنظیم لوړپوړي مشران هم شامل و.
د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې دا هوايي بریدونه د ترهګرو د کمزوري کولو او د هغوی د پلانونو د ګډوډولو په هدف له سیمهییزو متحدینو سره د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د ژمنتیا یوه برخه ده ترڅو ترهګر پر غیرنظامیانو، امریکايي ځواکونو او محتدینو باندې یې د بریدونو د ترسره کولو وړتیا پیدا نکړي.
د حراسالدین تنظیم په سوریه کې فعالیت کوي او غواړي چې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو پر منافعو باندې بریدونه وکړي.
سنټکام ویلي چې له دې وړاندې د دغې ډلې یو بل لوپوړی مشر عبدالرحمان المکي هم په یو جلا عملیاتو کې وژل شوی و.