د طالبانو له راتګ وروسته تر '۱۸۰زرو ډېر' افغانان امریکا ته انتقال شوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي د ۲۰۲۱ کال اګست میاشتې راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل، واشننګټن له خطر سره مخامخ څه باندې ۱۸۰ زره افغانان امریکا ته انتقال کړي دي.

خو د افغانانو د انتقال په پروسه کې د امریکا د حکومت سره د ۲۰۰ غیر دولتي موسسو مشر وايي، چې د افغانانو د تخلیې پروسه اوږده ده او زیات وخت نیسي.

اکثریت کسان چې د متحده ایالاتو په مرستې د افغانستان څخه وتلي، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال رچارډ ورما په وینا، مدني ټولنې مشران، ترجمانان، د ښځو د سازمانونو مشرانې او د دوۍ کورنۍ دي چې د امریکا سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار کړي وو.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت د امریکا ته د افغانانو د انتقال د پروسې او امریکا کې د هغوي د مېشتېدو لپاره د زیاتو هڅو په اړتیا ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي چې واشنګټن به په افغانستان کې د خطر سره مخ افغانانو لپاره نور ډیر څه وکړي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړه، "هغو افغانانو لپاره چې امریکا ته پر لار دي، د هغوي لپاره هم ډېر څه کولو ته اړتېا ده.

بلینکن له کانګرس وغوښتل چې د کډوالۍ ځانګړو وېزو ته د افغانانو لاسرسی زیات کړي او د افغانانو د انتقال په پروسه کې د همکارو ادارو څخه یي د زیاتو هڅو کولو غوښتنه هم وکړه.

امریکا ته د افغانانو د انتقال په پروسه کې د امریکا د حکومت سره همکارو د دوه سوه نا دولتي ادارو د ایتلاف مشر شان وان ډاییر وایې چې امریکا ته د افغان کډوالو د نتقال پروسې کې افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي وړاندې لدې چې امریکا ته د تخلیې په پروسه کې افغانان راورسیږي ، هغوي له سختې او اوږدې پروسې څخه تېرېږي.

له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څه باندې ۱۰۰زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور فعالان په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته واېستل شول. خو لا هم زرګونه هغه کسان،‌ چې د بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې، پاتې دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.

د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هره میاشت ۱۰۰۰ دا ډول ویزې صادروي او که نورې ویزې ونه منل شي، د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې به د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال د اګست په میاشت کې ختم شي. اوس د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځېده.