امریکایی ډاکټرانو د دویم ځل لپاره د خوګ زړه انسان ته واچاوه

په متحده ایالاتو کې ډاکټرانو د خوګ زړه چې جنیټیکي بڼه یې بدله شوې د دویم ځل لپاره یو انسان ته واچاوه.

دغه ناروغ چې عمر یې ۵۸ کاله دی په نړۍ کې دویم ناروغ شو چې دا ډول زړه ورته اچول کیږي او په روغتیایي څیړنو کې یو مهم پرمختګ بلل شوی.

د انسانانو په وجود کې د حیواناتو غړیو پیوندول xenotransplantation نومیږي او ښایي په نړۍ کې د انسانانو د غړیو د کمښت ستونزه پرې حل شي.

د معلوماتو له مخې یوازې په متحده ایالاتو کې څه باندې ۱۰۰ زره ناروغان پدې تمه دي چې د نورو انسانانو غړي ور پیوند شي.

انسان ته د خوګ زړه پیوندولو دا عملیات د متحده ایالاتو د مریلینډ پوهنتون طبي پوهنځي کې ډاکټرانو کړي او دا په نړۍ کې دویم ځل دی چې دا ډول عملیات کیږي.

لومړی ناروغ چې تیر کال ورته د لومړي ځل لپاره د خوګ زړه لګول شوی و، د جراحۍ څخه دوه میاشتې وروسته مړ شو.

ډاکټرانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د جراحۍ څخه وړاندې د دې ناروغ روغتایي حالت ښه نه و او نور عوامل هم د دې سبب شو چې د جراحۍ څخه وروسته مړ شو.

دا تازه عملیات د همدې روانې سپټمبر میاشتې په شلمې نیټې وشو او د ناروغ نوم لاورینس فوسیت ښودل شوی.

دې ناروغ په بدن کې دننه خونریزي درلوده او هم له پخوا څخه د زړه په ناروغۍ اخته و او له همدې کبله پدې شرایطو برابر نه و چې د انسان زړه ورته پیوند شي.

دا ناروغ چې دوه ماشومان لري او د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو سابقه دار سرتیری دی د تجربې له مخې ورته دا زړه پیوند شوی او د نه پیوند کیدو په صورت کې د حتمي مرګ سره مخ و.

دا ناروغ چې د خوګ زړه ور پیوند شوی، د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو سابقه دار سرتیری دی.

هغه د جراحۍ څخه وړاندې وویل، "یوازینۍ هیله چې پاتې، د خوګ زړه پیوند کیدل دي. لږ تر لږه زه اوس یوه هیله او یو فرصت لرم".

د پوهنتون ډاکټرانو ویلي چې د جراحۍ څخه وروسته ناروغ پخپله سا اخیستله او نوي زړه د نورو وسیلو د مرستې پرته په سمه توګه کار کاوه.

ډاکټرانو هغه ته ځیني درمل هم ورکړي تر څو بدن یې دا نوی پیوند شوی زړه رد نکړي او یا ورته زیان ورسوي.

انسانانو ته د حیواناتو غړیو پیوندول یوه ستونزمنه پروسه ځکه چې په وجود کې د یو بهرني غړي راتګ پدې معنی چې د انسان د بدن معافیاتي سیستم پدې نوي غړي برید کوي، یا یې له منځه وړي او یا ردوي او کار کولو ته یې نه پریږدي.

ساینس پوهان اوس کوښښ کوي چې د حیواناتو غړي په جنیټیکي توګه بدل کړي تر څو ددې ستونزې چاره وکړي.

ډاکټرانو څو کاله وړاندې د خوګانو بډوډي چې جنیټکي بڼه یې بدله شوې وه، پداسې ناروغانو کې پیوند کړې و چې مغزو یې کار پریښی و.

د نیویارک پوهنتون Hospital Transplant Institute ډاکټرانو په همدې روانې میاشت کې اعلان وکړ چې د خوګ یو بډوډی چې داسې یو انسان کې پیوند شوی و چې مغزو یې کار پریښی و، تقریباً شپیته ورځې یې کار وکړ چې په تاریخ کې ساری نلري.

ډاکټرانو چې په انسانانو کې د حیواناتو غړیو پیوند کولو په هکله یې پلټنې کولې تر دې وړاندې یې پدې کار کاوه چې د بیزوګانو غړي په انسانانو کې پیوند کړي – د بیلګې په توګه هغوي په ۱۹۸۴ میلادي کال کې یو نوي زیږیدلي ماشوم ته د بیزو زړه واچاوه خو هغه یوازې ۲۰ ورځې پرې ژوندی پاتې شو.

خو اوس د څیړونکو ډیر تمرکز د خوګانو په غړیو دی چې انسانانو ته د غړیو ورکولو لپاره مناسب حیوانات دي ځکه چې له یوې خوا د هغوي د داخلي غړیو اندازه د انسانانو سره برابره ده او له بلې خوا په چټکۍ وده کوي.

بل دلیل یې دا دی چې د خوګ څخه د خوړو یو سرچینې په توګه هم کار اخیستل کیږي او له همدې کبله یې ښایي غړي انسانانو کې د پیوند کولو لپاره مناسب وي.