امریکا غواړي د اسرائیل او حزب الله جګړه "ژر تر ژره" پای ته ورسیږي

د متحده ایالاتو استازي اموس هاکستاین (کیڼ) د لبنان د صدراعظم نجیب میقاتي سره په بیروت کې کتلي دي.

متحده ایالاتو دوشنبې اکتوبر ۲۱ (تلې ۳۰) وویل غواړي د اسرائیل-حزب الله جګړه "ژر تر ژره" پای ته ورسیږي. واشنګټن همدارنګه د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړې په پلې کېدو ټینګار کړی چې له مخې یې د حزب الله وسله وال باید د جنوبي لبنان څخه ووځي.

امریکايي استازي اموس هاکستاین په دې موخه لبنان ته تللی او په پایتخت بیروت کې یې د پارلمان د رئیس نبي بیري سره کتلي دي. بیري چې د حزب الله متحد ګڼل کیږي، په لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو د ډیپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې ددغه ډلې په استازیتوب د خبرو اترو دنده لري.

په لبنان کې د حزب الله او اسرائیل د جګړې د پیل راهیسې په تیره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۱۴۷۰ تنه وژل شوي دي.

د حزب الله هغې عمده غوښتنې ته په اشارې سره چې په لبنان کې هر راز اوربند یې په غزه کې د جګړې له پای ته رسولو سره تړلی بللی، هاکستاین وویل: "د لبنان راتلونکی په سیمه کې له نورو بحرانونو سره تړل د لبنان د خلکو په ګټه نده."

هاکستاین وویل چې د ملګرو ملتونو ۱۷۰۱ نمبر پریکړه لیک، چې له مخې یې په ۲۰۰۶ کې د اسرائیل او حزب الله جګړه پای ته ورسیدله، باید د نوي اوربند اساس وي، خو مخالفو اړخونو له هغه وخت راهیسې ددې پرېکړه لیک د پلي کولو لپاره کافي کار نه دی کړی.

ددغه پرېکړه لیک له مخې په جنوبي لبنان کې باید یوازې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي ځواکونه او د لبنان پوځ ځای پر ځای وي.

د ملګرو ملتونونو ددغه پرېکړه لیک سره سره، د حزب الله وسله وال په جنوبي لبنان کې پاتې دي او د تیر کال په اکتوبر کې پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د برید په نتیجه کې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې یې په اسرائیل باندې د توغندیو بریدونه پیل کړي دي.

هاکستاین خبریالانو ته وویل: "موږ ژمن یو چې د ۱۷۰۱ [نمبر پرېکړه لیک] له مخې دا بحران حل کړو او همدا به د حل لار وي." هغه زیاته کړه چې چې "۱۷۰۱ [پرېکړه لیک] په ۲۰۰۶ کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شو، خو موږ باید ریښتیا ووایو چې هیڅ لورې یې پلې کېدو لپاره هڅه نده کړې... ۱۷۰۱ ته د دواړو خواوو تشه ژمنتیا کافي نده."

د دوشنبې په ورځ هاکستاین همدارنګه د لبنان له صدراعظم نجیب میقاتي سره وکتل. میقاتي تېره اونۍ ژمنه وکړه چې د اوربند په صورت کې د هغه حکومت تیار دی چې په جنوبي لبنان کې د پوځ موجودیت پراخ کړي.

د حزب الله او اسرائیل جګړه

اسرائیل په لبنان کې هوايي بریدونه پراخ کړي او د لبنان جنوب ته یې پلي ځواکونه لیږلي دي، خو د لبنان پوځ په دغه شخړه کې برخه نه ده اخیستې.

د اسرائیل پوځ دوشنبې په جنوبي لبنان کې په یو برید کې د دریو لبناني سرتیرو د وژلو له امله بخښنه وغوښته. د پوځ یو ویاند ویلي، د یکشنبې ورځې برید د لبنان د پوځ پر یو موټر شوی او دا چې اسرائیل د لبنان د پوځ پر ضد عملیات نه کوي.

اسرائيل وايي هدف يې له سرحدي سيمو څخه د حزب الله شړل دي ترڅو له شمالي اسرائیل څخه کډې کولو ته مجبور شوي اسرائیل وکړی شي په خوندي ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې د درولو د هڅو سربیره، متحده ایالات د لبنان د پارلمان له غړو غواړي چې د حکومتي بنسټونو د پیاوړي کولو د یوې برخې په توګه ولسمشر وټاکي. د لبنان د ولسمشر څوکۍ د تیرې دوو کلونو راهیسې خالي ده.

د تیر کال په اکتوبر کې پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د برید په نتیجه کې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې، د ایران ملاتړې لبنانۍ حزب الله ډلې په اسرائیل باندې د توغندیو بریدونه پیل کړي دي.

متحده ایالاتو، بریتانیې، اروپايي اتحادیې او ځینو نورو هېوادونو د حزب الله او حماس ډلې د ترهګرو سازمانونو په توګه پیژندلې دي.

په دغه راپور کې د فرانس پرس، رویټرز او اسوشیټډ پرس اژانسونو معلومات کارول شوي دي