د امریکا انتخابات په تصویرونو کې

د پنسلوانیا په ایالت کې د رایو ورکولو یو مرکز

د امریکا په میین ایالت کې یو شمېر رایه ورکوونکي‌ د رایو ورکولو لپاره په کتار کې ولاړ دي

د پنسلوانیا په بټلر ښارګوټي کې د رایې ورکولو یو مرکز. د روان کال د جولای په میاشت کې دغلته د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر هغه ډزې شوې وې

د میشیګن ایالت کې د رایې ورکولو په یوه مرکز کې د ټاکنو یو کارکوونکی

د امریکا په مرکز واشنګټن ډي سي کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د میشیګن په ډیټرایټ ښار کې د رایې ورکولو یو مرکز

نږدې ۸۱ میلیون امریکایانو د ټاکنو تر ورځې مخکې د پوست له لارې او یا په حضوري توګه رایې ورکړې..

د پنسلوانیا په ایالت کې د رایه ورکولو په  یوه مرکز کې د رایه اچوونکو اوږد کتار.  دغه ایالت د متحده ایالاتو له اوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو څخه ګڼل کېږي

کاملا هریس، په روانو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده ده
 
 
 
 
 
 
 
 

ډونالډ ټرامپ،  په روانو‌ ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند دی.