د امریکا د متحده ایالاتونو په پنځو ایالاتونو کې سبا سه شنبې ګوندي انتخابات کیږي.
پدغو مهمو انتخاباتو کې به معلومه شي چې د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو کوم کاندید به د جمهوري ریاست انتخاباتو ته غوره نوماند کیږي.
د سه شنبې د ورځې مقدماتي انتخابات ځکه مهم دي، چې په دې سره به تقریبا د امریکا نیمايي ایالتونو کې ګوندي انتخابات بشپړ شي او ورسره به مخکښ کاندیدان هم رادبره شي.
د جمهوري غوښتونکو په ګوند کې تر دې دمه ډانلډ ټرمپ او په دیموکراتانو کې هیلري کلنټن تر خپلو ګوندي سیالانو مخکې دي.
د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ۱۲۳۷ استازو ته اړتیا لري چې د وروستي کاندید په توګه وټاکل شي او د دیموکراتانو کاندید بیا ۲۳۸۳ استازو ته اړتیا لري.
ډانلډ ټرمپ تر اوسه ۴۶۰ او هیلري کلنټن ۱۲۳۰ استازي لري.
د سه شنبې په ورځ په فلوریډا، اوهایو، ایلونای، شمالي کارلیونا او میزوري ایالاتونو کې مقدماتي انتخابات کیږي.