مک کال د امریکا له ځانګړو استازو غوښتي چې د طالبانو سره دې لیده کاته بند کړي

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک کال

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې بهرنیو اړیکو کمیټې، چې مشري یې د جمهوریت غوښتوونکي ګوند مایکل مک کال په غاړه لري ویلي، چې طالبانو سره د امریکا د متحده ایالاتو تعامل په افغانستان کې د بشري وضعیت ښه کیدو سره مرسته نه ده کړې او باید دغې ډلې سره د امریکايي چارواکو لیده کته بند شي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې بهرنیو اړیکو کمیټې دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ناوخته اګسټ دوییم (زمري ۱۱) د خپل ټویټر په پاڼه د افغان میرمنو او نجونو په ګډون د بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري د څرګندونو په ځواب کې کړي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې لیکلي: "نن هلته د هغه مهال په پرتله چې افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې وټاکل شوه د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې زیات نور ځپوونکي فرمامونه او هدایات ترسره شوي. افغانان د امریکا د متحده ایالاتو څخه د نورې بوختیاو غوښتنه نه کوي ځکه چې دا بوختیا افغان میرمنو او نجونو سره مرسته نه کوي او طالبانو سره په عادي کیدو کې مرسته کوي. دا لیده او کاته باید بند شي".

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې، چې مشري یې د جمهوریت غوښتوونکي ګوند غړی مایکل مک کال په غاړه لري دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د استازو سره په روانه اونۍ کې په دوحه کې د میرمن رینا امیري او افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس ویسټ د کتنو وروسته د میرمن امیري د څرګندونو په غبرکون کې کړي دي.

میرمن امیري پر خپل ټويټر‌ پاڼې په څو پرله پسې ټویټونو کې د طالبانو له استازو سره د خپلې کتنې د لاملونو په اړه لیکلي: "د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای، طالبانو سره خبرو ته کښېنستم."

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې ددغو څرګندونو دمخه په افغانستان کې یو شمېر فعالانو او ځینو سیاسي او مدني‌ جریانونو په رینا امیري نیوکې کړې وې او ځینو یې هغه طالبانو ته په لابي کولو تورنه کړې وه.

ددغو غیرګونو په لړ کې د افغان میرمنو د اعتراضي خوځښتونو ائتلاف هم د چهارشنبې په ورځ اګسټ دویم ( زمري ۱۱) په یوه اعلامیه کې د افغان میرمنو او د نجونو د حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړې استازې رینا امیري څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي، چې د افغان میرمنو دغه خوځښتونه، چې د نږدې دوو کلنو راهیسې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو لپاره نه سټړې کیدونکی مبارزه کوي هیڅکله یې طالبانو سره مخامخ تعامل غوښتنه نه ده کړې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د نړیوالې ټولنې د تیرو نږدې دوو کلنو مخامخ تعامل د افغانستان خلکو ته هیڅ لاس ته راوړنه نه درلودله او یوازې د ځپوونکي او د جنسیتي تبعیض د رژیم د یوې برخې د مشروعیت سبب شوی دی".

د افغان میرمنو د اعتراضي خوځښتونو ائتلاف په دې اعلامیه کې ویلي، چې دغه ائتلاف چې افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته رامنځ ته شوی په کې ددغه هیواد د ټولو قومونو غړي شتون لري او په ټول هیواد کې د ځپلو او نابرابرۍ پر وړاندې مبازره کوي.

دغو میرمنو ویلي، چې دا ائتلاف د افغانستان د مدني ټولنې، زده کوونکو، ښوونکو، کارګرو ښځو، د پوهنتون استادانو، روغتیايي کارکوونکو او د دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو چې یوازې د ښځېتوب له امله د زده کړو، کار، تګ راتګ او حتی د ژوند کولو څخه محرومې شوې استازیتوب کوي. دغو معترضو میرمنو ویلي، د هیچاه او هیڅ هیواد سره په کتنو کې یې د طالبانو سره د مخامخ تعامل غوښتنه نه ده کړې.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:"د طالبانو سره مخامخ تعامل د جنسیتي تبعیض او ترورزیم پهرسمیت پیژندل دي".

دغو معترضو میرمنو ویلي، چې میرمن امیري ددې حق لري، چې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي خو ددې هیڅ حق نلري، چې د افغان میرمنو څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي.

دغو معترضو میرمنو په خپله اعلامیه کې د میرمن امیري څخه څو پوښتنې هم کړي دي، چې څومره ښځو ورته طالبانو سره د مخامخ تعامل وړاندیز کړی دی. ددغه مخامخ تعامل لاسه راوړنه کومه ده او ایا د مبارزو میرمنو سره چیرته هم مشوره شوې ده او که نه؟.