چین د واشنگتن نه غواړي چې سمدستی دې، د دغه ملک په ساحل خپل اکتشافی پروازونه بند کړي. د دوه چنیایي جنگي الوتکو له خوا د امریکا د پوځي اکتشافي الوتکې د تعقیبولو نه وروسته چې پنتاگان غیر مصون حالت وباله، چین دغه غوښتنه کړیده.
پنتاگان وویل، دوه چنیایي جنگي جټ الوتکو، د سه شنبې په ورځ د عادي گزمې په وخت کی د امریکا اکتشافي الوتکه، د چین د جنوبي سمندرگي دپاسه، په بین المللی هوایي قلمرو کې تعقیب کړیده.
خو د چین د خارجه وزارت نطاق، هانگ لي، د پنجشنبې په ورځ وویل، پنتگان د دې پیښې په هکله صحیح خبره ، نده کړی. ده وویل، د چین ، دوه جنگي جټ الوتکو، د قانون او مقرراتو په اساس د امریکا دغه الوتکه څارلې او تعقیب کړیده، او زیاته یی کړه چې جټ الوتکو محفوظه فاصله درلوده او هیڅ خطرناک اقدامات یې نه دي کړي.
دا غوښتنه په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا ولسمشر بله اوونۍ اسیا ته سفر کوي. ولمسشر اوباما به د امریکا لومړی ولسمشر وي چې د جاپان یوروشیمیا ښار ته ځي ،چې د دویم نړیوالې جگړې په وخت هلته امریکا اتوم بم غورځولی و. دې سفر کې ولسمشر اوباما پخواني رقیب هیواد ویتنام ته هم ځي.
په سیمه کې یو ستر تشنج د چین د هغې دعوې په سبب هم پیدا شوی چې د جنوبي چین په سمندر کې ېې په یوه برخه کوي. دغه سیمه کې چین مصنوي جزیرې جوړوي او بیا به هلته د طیارو د ښکته کیدو دپاره میدان او نظامي تاسیسات جوړوي..