کرن ډیکر: افغان خبریالان باید د غچ اخیستلو د ډار پرته خپل کار ته دوام ورکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله یو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې مخ په زیاتیدونکي ډول ګواښونو او ننګونو ته په کتنې ویلي چې اړتیا ده چې افغان خبریالان په خپل هیواد کې د غچ د اخیستلو له ډار پرته په ډاډه زړه خپل کارته دوام ورکړي.

افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر چې د قطر د پایتخت دوحې څخه خپل کار پرمخ وړي د سه شنبې په ورځ نومبر پنځم (لړم ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانانو ته د معلوماتو په وړاندې کولو کې د افغان خبریالانو د هڅو ستاینه کړې او ویلي دي چې خبریالان چارواکي ځواب ویلو ته اړ باسي.

میرمن ډیکر ویلي: " افغان خبریالان په ټوله نړۍ کې د افغانستان وګړو ته معلومات برابروي؛ او مشران حساب ورکولو ته اړ باسي. خبریالان/د رسنیو کارکونکي باید خوندي وی او د غچ اخیستنې او ډار څخه پرته وکولای شې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي".

میرمن ډیکر دا څرګندونې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د مجازاتو څخه معافیت ته د پای ټکي ایښودلو نړیوالې ورځې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند متیو میلر څرګندونوته په غبرګون کې کړي دي.

میلر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه د ټولو خبریالانو پر وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو پر ژمنې باندې ټینګار کړی او په نړۍ کې یې له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې دې د تاوتریخوالي مخه ونیسي او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین دي حساب ورکولو ته چمتو کړي.

د نومبر دوېیمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو د مجازاتو څخه معافیت ته د پای ټکي ایښودلو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

دغې امریکايي دپلوماتې ویلي چې معلوماتو ته د لاسرسي حق په نړیواله کچه یو منل شوی بشري حق دی، او د ژوند په ټولو برخو کې "د آګاهانه تصمیم نیونې لپاره اړین ګڼل کیږي".

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د افغان خبریالانو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی پر افغان خبریالانو او رسنیو باندې یې بې شمیره محدودیتونه لګولي دي.

ددغو محدودیتونو په لړ کې طالبانو تازه په یو شمیر ولایتونو کې خبریالان او رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو د خپرولو څخه منع کړي دي، چې له امله یې په څو ولایتونو کې تصویرې رسنۍ هم بندې شوي دي.

د امربالمعروف وزارت چارواکي وايي چې د ژوندیو موجوداتو پرعکسونو بندیز د عملي کولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي. ددغه وزارت ویاند سیف السلام خیبر د اکتوبر په ۱۴( تلې ۲۳) وویل چې دا محدودیت په ټول افغانستان کې "په تدریجي ډول" پلی کیږي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تراوسه دا پریکړه د هلمند، بادغیس، تخار او کندهار په ولایتونو کې پلي کړې ده چې له امله په دغو ولایتونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون د سیمه ییزو تلویزیوني څانګو په ګډون سیمه ییزې خصوصي تلویزیوني رسنۍ هم بندې شوي دي.

عین وخت کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خبریالان د طالبانو له خوا د هغوی د کار پر وړاندې د محدودیتونو او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې د شتوستونزو د لا زیاتیدو څخه شکایتونه کوي.

کابل کې یو افغان خبریال امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده له خوا د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون د توشیح وروسته ډیر کم شمیر طالب چارواکي ورسره مرکې ته حاضریږي.

دغه خبریال چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نه غواړي په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي وویل: " خبریالانو ته په ټولو برخو کې محدودیتونه په ځانګړي ډول معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې خورا زیات شوي دي. د طالبانو کم شمیر ویاندویان او چارواکي مونږ سره تصویري مرکو ته حاضریږي".

همداشان ځینو سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالبانو چارواکو خبریالان د هغوی له خوا د جوړو شویو غونډو د خبري پوښښ لپاره د تصویر له اخیستلو منع کړي دي.

په دې تړاو د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د کونړ او ننګرهار ولایتونو ته د دې اونۍ په سر کې د سفر پرمهال خبریالانو ته د هغو غونډو د تصویر د اخیستلو اجازه نه ده ورکړې چې هغه په کې ګډون او ورته وینا کړې وه.

افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې نږدې نیمايي هغه رسنۍ بندې شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه یې په دغه هیواد کې فعالیت کاوه.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله پخپل کلني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې په افغانستان کې تقریبا ۸۰۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو دندې پرېښي او یا بې کاره شوي دي. تر طالبانو مخکې ۱۲۰۰۰ کسانو په دغې برخې کې کار کاوه. راپور همدغه راز ویلي وو چې له ۸۰ فیصدو څخه زیاتو ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې پرېښي دی.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ کال (۱۳۸۰ هجري لمریز) څخه تر اوسه پورې د ۲۰ ښځینه خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو په ګډون ۱۲۸ تنه وژل شوي دي.

ددغه مرکز څېړنې ښيي چې د مجازاتو څخه د معافيت کلتور له امله په ۹۰ سلنه پېښو کې قانون او عدالت نه دی پلي شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي: "سربیره پر دې، د افغانستان د خبریالانو مرکز د اسلامي امارت [طالبانو حکومت] د واکمنۍ په درېیو کلونو کې (د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د اګست ۱۵ پورې) د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو څخه د سرغړونو لږ تر لږه ۴۴۷ پیښې ثبت کړي، چې د دریو تنو د مړینې او ګواښونود لسګونو پیښو په ګډون په کې د ۲۲۰ څخه د زیاتو خبریالانو د نيونې پېښې هم شاملې دي".

په افغانستان کې د رسنیو کارکوونکو د بې پولې خبریالانو سازمان ته ویلي چې دوی د داعش د نیول شویو وسله والو سره په یوه کوټه کې قید شوي دي. خو دغه سازمان ویلي چې خبریالان د ډیر وخت لپاره په قید کې نه دي پاتې شوي.

د بې پولې خبریالانو د جنوبي اسیا د څانګې مسئولې سیلیا مرسیر وویل: "دوی د ویرې د خپرولو لپاره له ژورنالستانو څخه د زندانونو ډکولو ته اړتیا نلري. د څو ورځو لپاره په زندان کې د خبریالانو اچول، هغوی په ذهني لحاظ ځپي او له داسې یوې پیښې وروسته د هېواد د پرېښودو هڅه کوي."

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې د رسنیو د کار د تنظیمولو په خاطر یو بل قانون هم د جوړېدو په حال کې دی.