د متحده ایالاتو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې روانه میاشت داسې مهال د دریو مهمو مراسمو لپاره تیاری نیول کیږي چې همداې څو ورځې وړاندې په دوو امنیتي پیښو کې ۱۴ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپي شول.
په لومړۍ پیښې کې چې د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړۍ ورځ د نیو الرینز په ښار کې وشوه، یو تن خپل موټر په خلکو ورووست لږ تر لږه ۱۴ تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل.
امریکایي چارواکو ویلي چې برید ګر د اسلامي دولت یا داعش ډلې څخه "الهام" اخیستی و او دا چې د هغه سره په برید کې بل چا مرسته نده کړې. برید کوونکی په امریکا کې زیږیدلی و، شمس الدین جبار نومیده چې د امریکا په پوځ اردو کې یې هم خدمت کړی و.
د کال په همدې ورځ یو بل ۳۷ کلن امریکایي د لاس ویګاس په ښار کې خپل برقي موټر د ټرمپ نړیوال هوټل مخې ته وچاوه چې پخپله پکې ووژل شو او اووه نور ټپي شول.
همدې پیښو په متحده ایالاتو کې اندیښنې پیدا کړي او چارواکو په واشنګټن ډي سي کې د دریو مهمو مراسمو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر په پام کې نیولي دي.
دا مطلب هم ولولئ اف بي آې د هغه 'بریدګر' تصویر او نوم خپاره کړل چې د امریکا نیواورلینس کې یې ۱۵ تنه ووژلټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ، جنوري شپږمه د کانګرس غړي جرګه شي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجه تائید کړي. تیر ځل چې په کانګرس کې د همدې هدف لپاره غونډه روانه وه، د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویانو د کانګرس په ماڼۍ یرغل وکړ چې د پولیسو په ګډون پکې څو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
همدارنګه په واشنګټن ډي سي کې د سه شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د امریکا د یو پخواني جمهور رئیس جیمي کارټر لپاره په لوړه کچه د جنازي دولتي مراسم په پام کې نیول شوي چې ښایي د بهرنیو هیوادونو چارواکي به هم پکې برخه واخلي.
خو تر ټولو مهم مراسم د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۰ مې نیټې کیږي. په همدې ورځ به ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم وي او د دویم ځل لپاره به د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي.
د واشنګټن ډي سي لپاره د امریکا د سري خدمت ادارې مسؤل د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې په پایتخت کې هیڅکله داسې ندي شوي چې په ۱۵ ورځو کې درې " د ملي امنیت ځانګړي مراسم" شوي وي خو هغه زیاته کړه چې ددې مراسمو لپاره پوره چمتووالی لري.
په عین حال کې د واشنګټن ډي سي دفتر لپاره د تحقیقاتو فدرالي ادراې یا ایف بي آی مرستیال ډیوډ سنډبرګ وایي چې د امنیت په برخې کې د اندیښنو سربیره، امنیتي مسؤلین ډاډ ورکوي چې د درې واړو مهمو مراسمو لپاره به خوندي چاپیریال ولري.
ښاغلي سنډبرګ زیاته کړه، " د دې مراسمو په هکله کوم اعتباري او ځانګړي ګواښونه نه تعقیبوو". خو تر څنګ دا هم ویلي چې نه یوازې په واشنګټن ډي سي بلکې د ښار په شاوخوا کې هم امنیتي مسؤلین داسې فعالیت کوي لکه په لوړه کچه ګواښ چې موجود وي.
د سري خدمت ادارې ویلي چې ددې مراسمو لپاره د امریکا د نورو ښارونو څخه یې اجنټان راغوښتي تر څو د امنیت په برخې کې همکاري وکړي. د واشنګټن ډي سي پولیسو بیا ویلي چې ۴۰۰۰ اضافي د پولیسو افسران یې ددې مراسمو لپاره ګمارلي دي.
د واشنګټن ډي سي د ملي ګارد مسؤلینو هم د جمعې په ورځ تائید کړه چې د جنوري میاشتې شپږمې نیټې لپاره چې په کانګرس کې د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجه تائیدیږي، د دوي ۵۰۰ غړي به د امنیت ساتلو لپاره حاضر وي.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې د ټرمپ د لوړې مراسمو لپاره یې د ۷۸۰۰ سرتیرو غوښتنه کړې چې لا نده منل شوې.
د کانګرس ماڼۍ په شمول د واشنګټن ډي سي ښار په یو شمیر کوڅو کې وار د مخه موانع او اغزن تار لګول شوی او ښایي په راتلونکو ورځو کې نور هم ولګول شي.
چارواکو همدارنګه ویلي چې د امنیت ساتلو لپاره به د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه هم کار واخیستل شي.