د امریکا، جاپان او جنوبي کوریا پوځیانو ګډ هوايي تمرینات وکړل

د جنوبي کوریا مقامات وايي چې پوځ یې د شمالي کوریا د میزایل د ازموینې په ځواب کې یې له امریکا او جابان سره ګډ هوايي تمرینونه وکړل

د جنوبي کوریا پوځ وايي چې د شمالي‌ کوریا د اوږد واټن ویشتونکي توغندي د ازموینې په غبرګون کې یې له جاپان او متحده ایالاتو سره ګډ هوايي‌ تمرین کړی چې درنه بمباري هم په کې شامله وه.

دا تمرین درې ورځې وروسته له هغې شوی چې پیونګ یانګ خپل یو ډېر پیاوړی او پرمختللی بین البراعظمي بالستیک توغندی (ICBM) وازمایه. د کارپوهانو په وینا دا توغندی په متحده ایالاتو کې هدفونونه په نښه کولی شي.

د جنوبي کوریا پوځ ویلي چې په دې تمرین کې د متحده ایالاتو B-1B بم غورځونکي، د جنوبي کوریا F-15K او KF-16 جنګي الوتکو او د جاپان F-2جیټ الوتکو ګډون درلوده.

د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز په یو بیان کې وویل:‌ "دا تمرین د شمالي کوریا له خوا د اټومي‌ او توغندیو ګواښونو ته په ځواب کې د متقابلې پراخې دفاع لپاره د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو د اتحاد ژمنتیا څرګندوي."

هغه زیاته کړه چې په دې هوايي‌ مانور کې د جنوبي کوریا او جاپان جیټ الوتکو د متحده ایالاتو بم غورځوونکې الوتکه د کوریا د ټاپو وزمي په جنوب کې ټاکل شوي ځای ته بدرکه کړه او "پر نښه شویو اهدافو باندې یې د کره او چټک برید لوړه وړتیا نندارې ته وړاندې کړه".

د پوځ په وینا دا په روان کال کې څلورم ځل دی چې د متحده ایالاتو بم غورځوونکې B-1B الوتکه د جنوبي کوریا ټاپو وزمي ته استول کېږي او د دویم ځل لپاره د پیونګ یانګ د پوځي ګواښونو په وړاندې په درې اړخیزو تمریناتو کې ګډون کوي.

د شمالي کوریا د چارواکو او د جاپان او جنوبي کوریا د پوځ د معلوماتو په اساس، د شمالي کوریا له خوا وروستی توغول شوی ICBM توغندی د پخوانیو توغندیو په پرتله د ډېر لرې واټن ویشتلو او اوچت تللو ظرفیت لري.

د شمالي کوریا رسمي مرکزي خبري اژانس ICBM د "نړۍ تر ټولو پیاوړی ستراتیژیک توغندی" بللی دی او د دغه هېودا ولسمشر کیم جونګ اون په بریالي‌ توګه د توغندي په ازمایښت "ډېر رضایت" څرګند کړی دی.

دغه اژانس ویلي چې شمالي کوریا به د خپلو اټومي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې هېڅ‌کله خپله تګلاره بدله نه کړي.

د شمالي کوریا د توغندي دا ازموينه په داسې حال کې ترسره شوه چې په اوکراين کې د مسکو له جنګ څخه د ملاتړ لپاره پیونګ‌یانګ روسيې ته خپلزرګونه سرتیري استولي‌ دي او د اوکراین په جنګ کې په روسي یونیفورم کې د شمالي کوریا د ځواکونو د ښکېلېدو په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.