د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ، مې ۱۶ (غويي ۲۷مه) وویل چې "جبري کارونو ته د مسلمانو اویغور لږکيو د اړ ایستلو له امله" یې د ۲۶ چینایي شرکتونو څخه د کتان پر وارداتو بندیز لګولی دی.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې اوسمهال د دغو ۲۶ چینايي شرکتونو نومونه "د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي د قانون په نوملړ" کې لېکل شوی دی. ددغه قانون له مخې، متحدو ایالتونو ته د هغو توکو واردول چې د امریکا حکومت یې د چین په سینکیانګ سیمه کې د لږکیو د "روانې نسل وژنې" سره تړلې ګڼې، منع شوي دي.
خبرپانه کې راغلي، چې په یاد نوملړ کې نوي شامل شوي شرکتونه د سینکیانګ څخه بهر دي، خو د دوی کتان محصولات د سینکیانګ څخه تامین کیږي.
خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې دا عمل "شفافیت زیاتوي او د دې لامل کیږي چې مسؤل شرکتونه په خپل اکمالاتي ځنځیر کې لازمې هڅې وکړي او همدارنګه ددې ډاډ ورکړي چې په خپلو محصولاتو کې د جبري کار له امله جوړ شوي توکي ګډ نه کړي."
دا مطلب هم ولولئ د ایغور مسلمانانو سره د چین د رفتار په اړه د امریکا د کانګرس تازه اقداموروسته له هغه چې ولسمشر جو بایډن د اویغوریانو د جبري کار مخنیوي قانون لاسلیک کړ، واشنګټن د ایغوري مسلمانو لږکیو د جبري کار په تړاو، په ۶۵ چینایي ادارو او شرکتونو بندیزونه ولګول.
امریکايي چارواکي په دې باور دي چې د چین حکومت په سینکیانګ ایالت کې د جبري کار کمپونه جوړ کړي او په سیمه کې مېشت اویغوریان او نور مسلمان لږکۍ یې په دې کمپونو کې په زوره کار کولو ته اړ کړي دي.
امريکا او يو شمېر نور لويديځ حکومتونه او د بشري حقونو ډلې بيجينګ د سینکیانګ په ایالت کې د اويغوریانو، قزاقانو او نورو مسلمانو لږکيو پر ضد د نسل وژنې او د بشريت ضد جنايتونو په ترسره کولو تورنوي.
خو بیجینګ د جبري کارونو کمپونه د حرفوي زده کړو مرکزونه او عادي ژوند ته د ستنولو کمپونه بللي دي.
دا پداسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو متخصصین اټکل کوي چې د سینکیانګ په نیمه خپلواکه سیمه کې د چین حکومت څه باندې یو ملیون کسان چې ډیری یې اویغوري دي، په کمپونو کې بند کړي خو چین دا تورونه ردوي.
چين د سینکیانګ له اويغور مسلمان لږکيو سره د ناوړه چلند او د بشري حقونو د سرغړونې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې په دغه سیمه کې د بیجینګ د اقداماتو موخه له ترهګرۍ او بېلتون پالنې سره مبارزه ده.
په سینکیانګ ایالت کې چیرې چې څه دپاسه ۱۳ میليونه مسلمان اويغور، قزاق او د نورو نژادونو خلک ژوند کوي، اوس وخت د چينايانو په نفوس کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
په ١٩۴۹م کال کې کله چې د چين د کمونیست ګوند پوځ دغه سيمه ونيوله، يوازې په سینکیانګ کې دوه سوه زره چينايان اوسېدل، خو په وروستيو کلونو کې په دغه سيمه کې د چينايانو شمېر نهه مليونو ته رسېدلی دی.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس راپور کارول شوی دی.