امریکا له خپلو اتباعو غوښتي چې له سوریې ووځي

د حکومت وسله والو مخالفینو د حلب نړیوال هوایي ډګر نیولی.

متحده ایالاتو جمعه ډسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۶) پداسې حال کې له سوریې څخه د خپلو اتباعو د وتلو غوښتنه کړې چې د حکومت ضد وسله والو مخالفینو په شمال کې ګڼ شمیر سیمې له حکومتي ځواکونو نیولي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د امریکایي اتباعو څخه غوښتي چې له سوریې څخه د سوداګریزو پروازونو شتون څخه په ګټې اخیستو سره دې په "سمدستي توګه" ووځي.

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې په سوریه کې وضعیت "بې ثباته او د نه اټکل کیدونکی" دی.

په اعلامیې کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې د ټولو امریکایي اتباعو څخه غوښتل شوي چې سوداګریزې الوتنې لا هم شته او له همدې پروازونو څخه په ګټې اخیستو دې لدې هیواد څخه ووځي.

متحده ایالات په سوریه کې نږدې ۹۰۰ سرتیري هم لرې چې د نړیوالو ائتلافي او کردي ځواکونو سره په ګډه د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف مبارزه کوي. په اعلامیې کې د سرتیرو وتلو خبره نده شوې.

امریکا داسې مهال له سوریې څخه د خپلو اتباعو د وتلو غوښتنه کوي چې د حیات تحریر الشام په نامه وسله والو یو ځل بیا په تعرضي عملیاتو کې د حکومتي ځواکونو څخه ګڼ شمیر سیمې ونیولې.

د سوریې حکومت او نږدې ملګري روسیې یې بیا د یاغیانو لخوا په نیول شویو سیمو بمبارۍ ډیرې کړي چې د بشري حقونو څار ادارې معلوماتو له مخې یوازې د جمعې په ورځ پدې بمباریو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه عام خلک ووژل شول.

د حیات تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي، د جګړې هدف د اسد د واکمنۍ نسکورول دي.

جولاني له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې وویل: "کله چې موږ د اهدافو په اړه خبرې کوو، د انقلاب هدف د دې رژیم نسکورول دی. دا زموږ حق دی چې دې هدف ته د رسیدو لپاره له ټولو موجودو لارو چارو څخه کار واخلو."

د حیات تحریر الشام په مشرۍ د یاغیانو ډلو د نومبر په ۲۷مه په سوریه کې بریدونه پیل کړل. دغه ډله پخوا د القاعده د سوریې له څانګې سره د اړیکو په لرلو مشهوره وه، خو په وروستیو کلونو کې یې معتدل دریځ غوره کړی دی.