متحده ایالاتو جمعه نومبر لومړۍ ( لړم ۱۱) پداسې حال کې منځني ختیځ ته د بلاستیک توغندیو له منځه وړونکي جنګي کښتۍ او یوه بي-۵۲ بم غورځوونکي الوتکې چې د لیرې واټن ویشتو وړتیا لري، استولو اعلان وکړ چې په ایران د اسرائیل دویم برید څخه وروسته، ایراني چارواکو یو ځل بیا د غچ اخیستو خبرداري ورکړیدي.
سره لدې چې واشنګټن تل ټینګار کړی چې په ایران د اسرائیل هیڅ برید کې یې لاس نه درلود او نه پکې امریکایي ځواکونو برخه درلوده خو د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې منځني ختیځ ته دا اضافي نظامي تجهیزات ایران ته د خبرداري په توګه استول کیږي.
د پنټاګان ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي، "که ایران، شریکان یې یا نیابتي ډلې یې لدې شیبې ګټه واخلي، په سیمې کې په امریکایي پرسونل یا ګټو یې برید وکړي، متحده ایالات به د خپل ولس د دفاع لپاره د هر لازم اقدام کار واخلي".
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پیل کیدو راهیسې دا څوم ځل دی چې متحده ایالات منځني ختیځ ته اضافي نظامي تجهزات او پرسونل استولي.
پنټاګان د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې امریکایي سرتیري او د توغندیو هوایي دفاع سیسمتم اسرائیل ته استوي چې د ایراني بریدونو په مقابل کې د اسرائیل دفاع وکړي. د توغندیو د دفاع دا سیستم په اسرائیل باندې د ایران د بلاستیک توغندیو بریدو څخه وروسته واستول شو.
د دفاع وزارت ویاند، تورنجنرال پاټ رایډر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د دفاع وزیر لیوډ آسټن د جمهور رئیس جو بایډن په لارښوونې اسرائیل ته د THAAD هوایي دفاع سیستم استول منظور کړی چې امریکایي ځواکونه یې چلوي.
اسرائیل د ایران بلاستیک توغندیو برید په ځواب کې د همدې تیرې اکټوبر میاشتې په ۲۶ مې په تهران او څو نورو ښارونو کې نظامي اهداف وویشتل او دا خبرداری یې هم ورکړی و که ایران د قصور اخیستو په خاطر برید وکړي، سخت ګوزار به ورکړل شي.
دا مطلب هم ولولئ امریکا د ایران د بریدونو دفاع لپاره اسرائیل ته سرتیري او د توغندیو دفاعي سیسټم استويد اسرائیل د پوځ لوی درستیز ډګر جنرال هرزي هالوي د اکټوبر په ۲۹ مې ایران ته خبرداری ورکړ که پدې هیواد د غچ اخیستو په خاطر بریدونه وکړي، "سخت ګوزار" به ورکړي.
دا څرګندونې هغه نظامي پرسونل ته په وینا کې وکړلې چې په ایران کې یې نظامي اهداف ویشتي و.
اسرائیل دا بریدونه د ایران د بالاستیک توغندیو برید په غبرګون کې کړي و او ایران یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د بدل اخیستو په خاطر به په اسرائیل کې دننه اهداف وولي.
د اسرائیل د پوځ لوی درستیز همدارنګه وویل چې په ایران باندې د شنبې ورځې په بریدونو کې یو شمیر اهداف پدې خاطر ندي ویشتل شوي چې که ایران د بدل اخیستو په خاطر بیا په اسرائیل برید وکړي، پدې اهدافو به سخت ګوزارونه وشي.
سره لدې چې په ایران تور دی، په سیمې کې د حماس، حزب الله او حوثي شعیه یاغیانو سره نظامي او نورې مرستې کوي او همدا ډلې په اسرائیل په بریدونو کې د ایراني وسلو کار اخلي خو ایران بیا وایي دا ډلې په بریدونو کې له دوي سلا مشورې نه اخلی.
ایران همدارهګه په روان میلادي کال کې دوه ځله په مستقیمه توګه له خپلې خاورې په اسرائیل برید وکړ او استدلال یې کاوه چې دا بریدونه یې په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله پخواني مشر، حسن نصرالله د وژنو په بدل کې کړیدي.