د امریکا او عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غزې او لبنان په اړه غونډه کوي

په غزه کې له حماس سره د یو کلنې جګړې وروسته، اسرائیل په لبنان کې له حزب الله سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شوی دی.

په غزه کې له حماس سره د یو کلنې جګړې وروسته، اسرائیل په لبنان کې له حزب الله سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شوی دی.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د لبنان او غزې په اړه د بریتانیې په پلازمینه لندن کې غونډه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر وویل ټاکل شوې ده چې بلینکن اسرائیل، سعودي عربستان او قطر ته له سفر وروسته، ددغه غونډې لپاره لندن ته ولاړ شي.

بلینکن دا مهال په سعودي عربستان کې دی.

د بهرنیو چارو وزارت سمدستي ندي ویلي چې د لندن په غونډه کې د کومو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي.

بلینکن به د پنجشنبې په ورځ له قطري چارواکو سره په دغه هېواد کې وګوري. قطر په غزه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره د خبرو منځګړیتوب کوي.

دا پر اسرائیل باندې د حماس د یو کال وړاندې برید راهیسې چې ورسره په غزه کې جګړه پیل شوه، منځني ختیځ ته د بلینکن یوولسم او تېره میاشت د اسرائیل او حزب الله د مخامخ جګړې د پیل راهیسې لومړنی سفر دی.

بلینکن په لبنان کې د یوې "ډیپلوماتیکې حل لارې" په لټه کې دی خو د حزب الله په خلاف د اسرائیل د بریدونو د سمدستي درېدو غوښتنه یې نده کړې.